لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : عملياتو کې د١٣ؤ جنگيالو دوژلو ادعا


 دبلوچستان دفرنټئير کور دوياند خان وصى ترمخه دايف سي له لوري دغه عمليات په قلات، پنجگور، کيچ اؤ کوهلو ضلعو کې ترسره شوي دي.
دبلوچستان دفرنټئير کور دوياند خان وصى ترمخه دايف سي له لوري دغه عمليات په قلات، پنجگور، کيچ اؤ کوهلو ضلعو کې ترسره شوي دي.

دپاکستان دناقرارې صوبې بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دفرنټئير کور لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه ١٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دبلوچستان دفرنټئير کور دوياند خان وصى ترمخه دايف سي له لوري دغه عمليات په قلات، پنجگور، کيچ اؤ کوهلو ضلعو کې ترسره شوي دي.

دوياند ترمخه دپنجگور په پروم سيمه کې يې دخفيه اطلاع په اساس دلټونې عمليات ترسره کړي اؤ په دغه مهال نښته کې څلور جنگيالي وژل شوي د.

همدغه شان دقلات په هربوئي سيمه کې هم عمليات شوي چې پکې دفرنټئير کور دوياند ترمخه شپږ جنگيالي وژل شوي، نښته کې دايف سي دوه عسکر ژوبل شوي هم دي.

دکوهلو ضلعې په بوري سيمه کې هم نښته شوې چې پکې ديو جنگيالي دوژل کيدو اؤ يو دنيول کيدو دعوه شوې ده.

دوياند ترمخه دکيچ ضلعې په دربند سيمه کې هم دپټو اطلاعاتو په اساس دلټونې عمليات شوي اؤ په گڼ شمير کې جنگيالي نيول شوي اؤ هغوي څخه چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړل شوي دي.

دوياند خان وصى ترمخه وژل شوي کسان دمئ په ٢٩مه نيټه مستونگ څخه کراچۍ ته په روان بس کې دوژل شوؤ ٢٢ؤ پښتنو مسافرو په وژنه کې ککړ وؤ.

دبلوچستان صوبې په بيلا بيلو سيمو کې دايف سي ځواکونو له لوري دغه کارروايۍ په داسې حال کې شوي دي چې هم نن دنهې په ورځ کوئټه کې تيره ورځ مستونگ سيمه کې د٢٢ؤ مسافرو دوژلو دپيښې څخه وروستو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ يو ټول گونديز کانفرنس ترسره کيږي.

غونډه کې دگډون لپاره وزيراعظم دنهې په ورځ کوئټې ته رسيدلى دى، ټول گونديز کانفرنس به دکوئټې په گورنر هاؤس کې ترسره کيږي اؤ دغه کانفرنس دبلوچستان وزيراعلي دمستونگ دپيښې څخه وروستو صوبه کې دامنيتي صورتحال دجاج اخستو په غرض رابللى ؤ.

وزيراعظم نواز شريف سره دکوئټې ددورې په مهال وفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان، دپيټروليم اؤ قدرتي وسيلو رياستي وزير ميرجام کمال اؤ دسرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ هم ملگري دي.

غونډه کې به دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم برخه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG