د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلی پروېزخټک په صوبه کې ترسره شوؤ بلدياتو ټاکنو کې د شوې مبينه درغلۍ په سر د غور دپاره صبا د نهې په ورځ ټول گونديز کانفرنس رابللی دی .
پروېز خټک سياسي ډلې په داسې مهال رابللي دي ، چې درېو سياسي پارټيانو عوامي نيشنل پارټۍ (ای اېن پي)، پاکستان پيپلزپارټۍ (پي پي پي) او جمعيت علمااسلام (ف) د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې په حکومت تور لگولی چې په صوبه کې ترسره شوؤ بلدياتې ټاکنو کې يې درغلي کړې ده ، او دغو درې واړو ډلو د جون په ۱۰م نېټه په ټوله صوبه کې د دغې درغلۍ په ضد کاربنديز اعلان کړی دی .
درې گونديزه اتحاد د پي ټي ائي د صوبايي حکومت نه د مستعفي کېدو او د نگران حکومت جوړېدو نه پس بيا د سر نه د بلدياتي انتخاباتو کولو غوښتنه کوي .
د وزيراعلی د سيکرټريټ نه د اتوار په ماښام جاري شوي بيان کې پروېزخټک وئيلي ، چې حکومت يې د جون په نهمه نېټه ټولي سياسي ډلې رابللي ، د دې دپاره چې په بلدياتي ټاکنو کې د درغلۍ په سر ورسره خبرې اترې وکړي .
د خېبرپښتونخوا د پي ټي ائي حکومت بلدياتي ټاکنو کې د بدانتظامۍ او درغلۍ زمه وار اليکشن کمېشن گرځوي ، او وايي چې د ټاکنو په ورځ دغه ډله په خپله د اليکشن کمېشن د ناکامو ښکار شوې ده ، او پي ټي ائي په خپله هم د نورو سياسي ډلو په څېرد اليکشن کمېشن نه شکايات لري .
وزيراعلی وئيلي ټول گونديز کانفرنس کې که بيا د سر نه په انتخاباتو کولو يا بله کومه خبره اتفاق وشو ، حکومت به يې پرې عمل کوي .
خو بل لور ته د ای اېن پي، پي پي پي او جی يو ائي اېف جوړ درې گونديزه اتحاد د جون په ۱۰م د کاربنديز دپاره هلې ځلې تُندې کړي ، او وايي چې څو پورې د پي ټي ائي حکومت لرې شوی نه وي ، کاربنديز او احتجاجي لړۍ به جاري ساتي .
د پي ټي ائي د صوبايي حکومت لخوا د ټول گونديز کانفرنس کې د گډون په خبره د ای این پي مرکزي سيکټري جنرل مياافتخارحسېن وئيلي ، چې بلنه ورته مېلاؤ شي د پارټۍ د صلاح وروستو به کانفرس کې د گډون کولو فېصله کوي .
مياافتخارحسېن وئيلي ، درې گونديزه اتحاد د کاربنديز دپاره د مختلفو سياسي ډلو او تنظميونو ترڅنگ د سوداگرو او ټرانسپورټرانو سره رابطې کوي ، چې صوبه کې کامياب کاربنديز وکړي .
نوموړي وئيلي د پي ټي ائي حکومت سره اوس هم وخت شته چې په خپله خوښه مستعفي شي او بيا د سر نه د انتخاباتو دپاره نگران سيټ اپ جوړ کړي .
بل لور ته په صوبه کې د پي ټي ائي د حکومت اتحادي ډلې جماعت اسلامي وئيلي ، د وزيراعلی د ټول گونديز کانفرنس په رابللو نه دي خبر ، او پارټي به د صلاح وروستو په کانفرنس کې د گډون په اړه پرېکړه کوي .
خېبرپښتونخوا صوبه کې د مئ په ۳۰م نېټه بلدياتي انتخابات ترسره شوي وو ، چې پکې د مرگ ژوبلو د پېښو رامنځته کېدو سره په غټه کچه بدانتظامي ليدل شوې ، او د مختلفو سياسي ډلو لخوا د پي ټي ائي په حکومت د درغلۍ کولو تورونه لگېدلي وو .