د يمن په پلازمينه صنعا کې د سعودي عرب په مشرۍ د جوړ اتحاد په فضائي بمبارۍ کې د عامو خلکو په گډون ۴۴ کسان وژل شوي دي ، دغه بمباري د حوثي ياغيانو د ولقې لاندې صنعا کې د يمني پوځ په مرکز شوې ده .
سعودي عرب په يمن کې وروستو د هغې د مارچ په مياشت کې فضائي عمليات پېل کړل ، چې کله حوثي ياغيانو صدر عبدالربومنصورهادي د پلازمينې نه بهر کړو او هغه رياض ته جلاوطن شو .
يمن کې تازه فضائي عمليات په داسې مهال شوي چې د خالي په ورځ ملگرو ملتونو اعلان کړی يمن کې د امن په لړ کې به د جون په ۱۴م نېټه جنيوا کې خبرې اترې کيږي .
حوثي ياغيانو تېر کال د ستمبر په مياشت کې د يوې مياشتې د کمپائن وروستو صنعا باندې قبضه کړې وه ، او د هغې وروستو د حکومت پلوه او ياغيانو ترمينځ انښتې روانې شوې او بيا سعودي عرب په دغه هېواد کې فضائي حملې پېل کړې وې .
د ملگرو ملتونو د شمېرې ترمخه په دغه جگړه کې تراوسه پورې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي .