لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا:ددهاندلۍ پلټنو لپاره دعدالتي کميشن دجوړولو تجويز رد


 پيښور کې دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ ټول گونديز کانفرنس ترسره شوى چې پکې دواکمن گوند تحريک انصاف، دحکومت ائتلافي گوند جماعت اسلامي ،د عوامي جمهوري اتحاد اؤد قومي وطن پارټۍ مشرانو گډون کړى
پيښور کې دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ ټول گونديز کانفرنس ترسره شوى چې پکې دواکمن گوند تحريک انصاف، دحکومت ائتلافي گوند جماعت اسلامي ،د عوامي جمهوري اتحاد اؤد قومي وطن پارټۍ مشرانو گډون کړى

دخيبرپښتونخوا حکومت بلدياتي انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ دپلټنو لپاره دعدالتي کميشن دجوړولو فيصله کړې خو درې فريقې انتخابي اتحاد دتحريک انصاف دحکومت دغه فيصله رد کړې اؤ دنگران حکومت په مشرۍ کې يې بيا دسره دانتخاباتو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

پيښور کې دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ ټول گونديز کانفرنس ترسره شوى چې پکې دواکمن گوند تحريک انصاف، دحکومت ائتلافي گوند جماعت اسلامي ،د عوامي جمهوري اتحاد اؤد قومي وطن پارټۍ مشرانو گډون کړى خو درې فريقي اتحاد چې پکې عوامي نيشنل پارټي، پيپلز پارټي اؤ جمعيت علماء اسلام(فضل) شامل دي دغه کانفرنس کې دگډون څخه انکار کړى دى.

دټول گونديز کانفرنس برخه والو بلدياتي انتخاباتو کې دترسره شوې شکمنې دهاندلۍ پلټنو لپاره دعدالتي کميشن په جوړيدو اتفاق کړى دکوم دجوړيدو لپاره به چې صوبائي حکومت دپيښورهائيکورټ ته خط ليکي.

وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې ريټرننگ افسران داليکشن کميشن تر واک لاندې دي اؤ صوبائي حکومت هغوي ته احکامات نۀ شي ورکولى.

پرويز خټک بلدياتي انتخاباتو کې ددهاندلۍ تورونه رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې که چرې حکومت دهاندلي کولى نو بيا به يې مهم اميدواران دماتې سره نۀ مخ کيدل، پرويز خټک وئيلي په کومه ورځ چې اليکشن کيږي په هاغه ورځ ټوله مشينري اؤ انتظاميه داليکشن کميشن تر څارنې لاندې وي.

وزيراعلي دا هم وويل چې جوډيشل کميشن دشکمنې دهاندلۍ لړ کې کومه پريکړه وکړي هغه به منلى شي.

ال پارټيز کانفرنس کې پريکړه شوې ده چې صوبائي حکومت به دپيښور هائيکورټ ته دعدالتي کميشن جوړولو لپاره خط ليکي اؤ دانتخاباتو په مهال دبدنظمۍ دپلټنو لپاره به دخيبرپښتونخوا دچيف سکتر په مشرۍ کې کميټي جوړولى شي.

راتلونکي ټول گونديز کانفرنس ته داپوزيشن گوندونو دراوستلو لپاره دسينئر وزير عنايت الله په مشرۍ کې څلور کسيزه کميټي هم جوړه کړل شوې ده چې په غړو کې يې داطلاعاتو صوبائي وزير مشتاق غني، صوبائي وزير شاه فرمان اؤ دصحت وزير شهرام ترکۍ شامل دي.

بل لوري ته د نيشنل پارټۍ، پاکستان پيپلز پارټۍ اؤ جمعيت علماء اسلام(فضل) درې فريقي انتخابي اتحاد اپي سي کې دگډون دنۀ کولو پريکړه پځايې ساتلې اؤ سبا يې ټوله صوبه کې دهړتال کولو اعلان کړى دى.

دعوامي نيشنل پارټۍ مشر ميا افتخار حسين دوزيراعلي له لوري دشکمنې دهاندلۍ دپلټنو لپاره دعدالتي کميشن دجوړولو تجويز رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دا ثابته ده چې بلدياتي انتخاباتو کې دهاندلي شوې نو ځکه دعدالتي کميشن دجوړيدو هيڅ ضرورت نشته، حکومت دې استعفا ورکړي اؤ دنگران حکومت په څارنه کې دې دانتخاباتو اعلان وکړي

بل لوري ته خيبرپښتونخوا کې دبدنظمۍ په اړه ديوې مقدمې داوريدنې په مهال دپاکستان چيف اليکشن کمشنر سردار رضا خان وئيلي دي چې خيبرپښتونخوا صوبه کې دنوؤ انتخاباتو دترسره کولو په اړه به فيصله اليکشن کميشن ته کول وي.

سردار رضا تور لگولى دى چې دبلدياتي انتخاباتو په مهال صوبائي پوليسو دامنيت دټينگښت لوري ته پام نۀ ؤ کړى اؤ امنيتي صورتحال دقابو خخه بهر ؤ.

هغه دا هم وويل چې دانتخابي عملي سره دمرستې کولو پځايې پوليس دنورو په لاسونو کې لوبيدلي دي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې دواکمن گوند تحريک انصاف حکومت دمخالفو گوندونو له لوري په ٣٠مه مئ صوبه کې دترسره شوؤ بلدياتي انتخاباتو په مهال په حکومت په لويه پيمانه ددهاندلۍ اؤ ټگۍ ټورۍ دتورونو څخه وروستو دنهې په ورځ ټول گونديز کانفرنس رابللى ؤ.

وزيراعلي پرويز خټک دغه ټول گونديز کانفرنس په داسې حال کې رابللى چې خيبرپښتونخوا کې مخالفو گوندونو عوامي نيشنل پارټۍ، پيپلز پارټۍ اؤ جى يو ائي(ف) په صوبائي حکومت بلدياتي انتخاباتو کې په لويه پيمانه ددهاندلۍ اؤ ټگۍ ټورۍ تورونه لگولي اؤ د١٠م جون څخه يې دحکومت په ضد داحتجاج پيل کولو اعلان کړى.

له دې وړاندې درې فريقي انتخابي ائتلاف دپيښور په باچاخان مرکز کې ليدنه کړې اؤ دائتلاف مشر ميا افتخار حسين اعلان کړى چې هغوي به اى پي سي کې گډون نۀ کوي اؤ د١٠م جون څخه به صوبه کې خپل هړتال دتحريک انصاف دحکومت تر استعفا پورې دوامداره ساتي.

ميډيا سره خبرو کې ميا افتخار حسين وئيلي وؤ چې دخيبرپښتونخوا حکومت ته دڅه قسمه جمهوري لارې ورکولو ته تيار نۀ دي نو ځکه صوبائي حکومت لپاره غوره دا ده چې پخپله استعفا ورکړي.

ميا افتخار تور ولگولو چې دتحريک انصاف حکومت بلدياتي انتخاباتو کې دبدنيتۍ اؤ دهاندلۍ تير ټول ريکارډونه مات کړي اؤ پوليسو اؤ ضلعي انتظاميې يې هم ملاتړ کړى دى.

داى اين پي مشر وويل چې انتخاباتو کې اى اين پي ، پيپلز پارټۍ اؤ جى يو ائي(ف) سره په لويه پيمانه دهاندلي شوې کومه چې نن هم روانه ده اؤ اوس هم دبلدياتي انتخاباتو نتيجې بدلولى شي.

ميا افتخار وويل دهغوي داحتجاج دناکامولو لپاره حکومت دټول گونديز کانفرنس درابللو پريکړه کړې اؤ زياته يې کړه که چرې دخيبرپښتونخوا حکمت ددهاندلۍ دتورونو دپلټنو په اړه سنجيده وى نو وړاندې به يې اى پي سي رابللى وى.

دتحريک انصاف مشر عمران خان خيبرپښتونخوا کې داپوزيشن گوندونو له لوري دخپل گوند دوزيراعلي دمستعفي کيدو غوښتنه رد کړې اؤ يوځل بيا يې وئيلي دي چې که چرې اپوزيشن گوندونه دبيا انتخاباتو خواهش لري نو هغه هم بيا دسره انتخاباتو ته تيار دى.

خو تيره اوونۍ دقوم پرست سياسي گوند مشر اسفنديارولي خان يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وئيلي وؤ دانتخاباتو بې پلوه اؤ روڼ انده پلټنې تر هاغه وخته ممکن نۀ دي ترڅو چې دپي ټي ائي وزيراعلي مستعفي شوى نۀ وي.

ميډيا سره خبرو کې عمران خان وئيلي دي چې ازادانه اؤ شفاف انتخابات داليکشن کميشن ذمه واري وه خو ناقدين نيوکې کوي دمئ ٢٠١٣م دانتخاباتو څخه وروستو عمران خان دپنجاب صوبې د نگران حکومت وزيراعلي نجم سيټهي، مخالف سياسي گوند مسلم ليگ(ن) اؤ دهاغه وخت چيف جسټس افتخار چوهدري انتخاباتو کې په شکمنه دهاندلۍ تورن کړي وؤ اؤ ددې ترڅنگ دغو انتخاباتو کې ککړو کسانو ته يې دسزاگانو ورکولو غوښتنې هم کولې.

خو اوس خيبرپښتونخوا کې دخپل گوند وزيراعلي دشفافو اؤ ازادانه انتخاباتو دترسره کولو دذمه څخه بري گرځوي اؤ يواځې اليکشن کميشن ددې ذمه واري گرځوي بلکې ددې ترڅنگ يې دانتخاباتو په مهال شکمنه دهاندلۍ کې ککړو کسانو ته دسزا ورکولو په اړه هم خاموشي خپله کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG