دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې دمهمو تندروه کمانډرانو په گډون ٢٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دجمعې په ورځ دپوځ له لوري دجاري شوي بيان ترمخه فضائي بريدونو کې ١٨ شکمن جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
دپوځي بيان ترمخه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو خيبر دوهم عملياتو کې دپاکستاني پوځ الوتکو دخيبرايجنسۍ په لرې پرتو سيمو کې دتندلارو په ځالو بمباري کړې ده.
دپاکستان پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دخيبرون په نوم عمليات وروستو له هغې پيل کړل چې دپوځ دوياند ميجر جنرل عاصم باجوه ترمخه تيرکال دجون په مياشت کې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه په گڼ شمير کې جنگيالي خيبرايجنسۍ ته وتښتيدل.
دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې روانو دغو عملياتو کې تندلارو ته په درنه په پيمانه دمرگ ژوبلې اړولو اؤ ددغو قبائيلي سيمو په لويو برخو دپوځي واک دپځايې کيدو دعوې کوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.