لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير : دسيلاب له امله ١٥ کسان مړۀ شوي


 دسيمه ييزو خلکو ترمخه دنزدې دسيلاب راتللو څخه وروستو گڼ شمير کسان ورک شوي هم دي چې له دې امله دمړو شميرکې دزياتوالي انديښنه ده.
دسيمه ييزو خلکو ترمخه دنزدې دسيلاب راتللو څخه وروستو گڼ شمير کسان ورک شوي هم دي چې له دې امله دمړو شميرکې دزياتوالي انديښنه ده.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په بره دير سيمه کې دسيلاب له امله دښځو اؤ ماشومانو په گډون ١٥ کسان مړۀ شوي دي.

دسيمه ييزو خلکو ترمخه دنزدې دسيلاب راتللو څخه وروستو گڼ شمير کسان ورک شوي هم دي چې له دې امله دمړو شميرکې دزياتوالي انديښنه ده.

داطلاعاتو ترمخه دسيلاب له امله په گڼ شمير کې کورونه ، دوکانونه اؤ گاډي اوبو کې لاهو شوي دي اؤ په وژل شوؤ کې ديو جومات امام، دوه ماشومان اؤ پينځه ښځې هم شاملې دي.

دصوبائي اسمبلۍ سيمه ييز غړي محمد علي دسيلاب دپيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې دسيلاب له امله دوه کورونه لاهو شوي چې پکې دوه سړوي، پينځه ښځې اؤ درې ماشومان مړۀ شوي دي.

هغه وئيلي دي چې سيمه کې دامدادي هلو ځلو لپاره دسازوسامان کمى دى اؤ سړکونه هم بلاک شوي چې له دې امله سيمې پورې رسد هم گران دى.

دپوليسو وينا ده چې دسيلاب له امله په مجموعي ډول اووۀ کورونه، يوه عيدگاه اؤ يوه مدرسه لاهو شوي دي، دسيلابي اوبو له امله پينځلسو دوکانونو ته هم زيان رسيدلى.

دپوليسو وينا ده چې داوبو دطاقت له امله ددير اؤ کوهستان تر پينځوؤ کلو ميټرو لويه لار هم اوبو وړې ده.

له دې وړاندې په کال ٢٠١٠م کې هم په ټول پاکستان کې سيلابونه راغلي وؤ چې پکې خواؤشا ٢٠٠٠ کسان مړۀ شوي وؤ اؤ ٢٠ ملينه خلک يې اغيزمن کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG