لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډيورنډ په کرښه دپاکستاني اؤ افغان پوځيانو ترمينځ سخته نښته شوې


 دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه افغان امنيتي ځواکونو دشورو په سحر دجنوبي وزيرستان په انگور اډه سيمه کې په يوه پوځي پوسته دمارټرگولې ويشتي دي.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه افغان امنيتي ځواکونو دشورو په سحر دجنوبي وزيرستان په انگور اډه سيمه کې په يوه پوځي پوسته دمارټرگولې ويشتي دي.

راپورونه وائي دپاکستاني اؤ افغان ځواکونو ترمينځ تيره شپه دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ دانگور اډې سيمې سره نزدې سخته نښته شوې چې پکې دواړو خواؤ ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

افغان حکومت وايي چې دپاکستاني پوځ اؤ افغاني سرحدي ځواکونو ترمينځ دغه جگړه دپکتيکا دبرمل اولسوالۍ د انگور اډې په سرحدي سيمه کې د حقاني شبکې د يوې پخوانۍ ديني مدرسې دملکيت پسر شوې ده .

دافغانستان دکورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي د شورو په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته پخبله وينا کې خبريالانو ته د پيښې جذئيات روښانه کړي اؤ وئيلي يې دي پاکستاني ځواکونو د اصولو ځخه دسرغړونې په ترځ کې دتاسيساتو جوړولو هڅه وکړه چې زمونر څواکونو يې مخه ونيوله ،

هغه وويل په دغه معامله د دواړو خواو ترميڅ جکړه وشوه چې پکې د افغانستان يو سرحدي پوليس وژل شوي اؤ د مطبوعاتو له لارې مو اوريدلي چې دغه جگړه کې اته پاکستاني عسکر هم مړه شوي دي .

ښاغلي صديقي وويل جگړه تيره نيمه شپه شوې خو ددې دپاره چې د پيښې دقيقه څيړنه وکړي يو پلاوي يې سيمې ته ليږلي دي.

هغه وويل که د ډيورنډ په کرښه هر ډول اقدام کيږي د دواړو هيوادونو دتفاهم په چوکاټ کې به ترسره کيږي اؤ که چرې باکستان دغسې نه کوي نو زمونږ ځواکونه پراخه صلاحيت لري چې داقداماتو مخنيوي يې وکړي .

دشورو په ورځ پاکستاني ميډيا داسې راپورونه خپاره کړي وؤ چې گنې افغاني پوځيانو په پاکستاني پوځيانو بريد کړي اؤ په دغه بريد کې شپږ افغاني عسکر ژوبل شوي دي خو په پکتيا کې د افغانستان دسرحدي څواکونو د زون قوماندان وايي جگړه وروستو له هغې شوې چې پاکستاني ځواکونو د شپې په تياره کې دمدرسې پرڅايې د ځان دپاره دتاسيساتو په جوړولو کار پيل کړو

جنرال عبدالبصير خپلواک وائس اف امريکه ته وئيلي لمړي بريد پاکستاني ځواکونو هاغه مهال وکړو چې افغاني عسکرو يې د تاسيساتو جوړولو د مخنيوي هڅه کوله

افغان چارواکي وايي چې دغه ديني مدرسه چې په ظاهره د دواړو خواو ترمينڅ د جگړې لامل شوې د طالبانو د واکمنې په مهال شپږ سوه ميټردننه

دافغانستان په خاوره کې جوړه شوې چې اوس غير فعاله ده خو پاکستاني ځواکونو په خپل تصرف کې راوستلې.

دپکتيکا دوالي وياند عطا الله فضلي وئيلي څو کرته وړانډې هم پاکستاني څواکونو په پوله دتاسيساتو جوړولو هڅه کړې چې افغاني پوڅ يې مخه نيولې اؤ دا اوسنۍ نښته هم دپاکستاني عسکرو لخوا ددغسې عمل په نتيجه کې رامينحته شوې

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه افغان امنيتي ځواکونو دشورو په سحر دجنوبي وزيرستان په انگور اډه سيمه کې په يوه پوځي پوسته دمارټرگولې ويشتي چې پکې شپږ پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ددغه پيښې په اړه تر دې مهاله څه نۀ دي وئيلي.

له دې وړاندې هم دباجوړ اؤ وزيرستان په گډون دپاکستان په يو شمير قبائيلي سيمو کې په پوله دافغان اؤ پاکستاني پوځيانو ترمينځ دډزو اؤ گوله بارۍ اطلاعات ترلاسه شوي وؤ چې پکې دواړو خواؤ خپلو عسکرو ته دمرگ ژوبلې اوړيدو ادعاوې کړې وې.

خو افغانستان کې دنوي صدر اشرف غني دحکومت دجوړيدو راپديخوا په پوله ددواړو هيوادونو ترمينځ دتاؤتريخوالي دغه رقم پيښو کې تر ډيره حده کمى راغلى.

دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله دتاؤتريخوالي په اړه اطلاعات په داسې حال کې ترسره شوي چې افغانستان کې دطالبانو له لوري سږکال دسپرلي دروايتي جگړې داعلان څخه وروستو په ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.

تيره اوونۍ دافغانستان استخباراتي ادارې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي يو افسر په افغان پارلمان ترسره شوي بريد کې ککړ بللى ؤ خو پاکستان په افغان پارلمان دشوي بريد غندنه کړې وه اؤ دافغانستان له لوري لگول شوي تورونه يې رد کړي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG