چارواکي وائي د افريقائي هيواد نائجيريا مرکزي ښار جاس کې دنمونځ ګزارو څخه ډک يو جومات اؤ ريستوران دننه دوؤ بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه ٤٤ کسان وژل شوي دي.
دقومي ايمرجنسي منيجمنټ ايجنسۍ کوارډينيټر عبدالاسلام محمد ترمخه داتوار په شپه شوؤ دغو چاؤدنو کې ٦٧ کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
بريدڅخه دژوندو وتلو کسانو ترمخه جومات کې هاغه وخت چاؤدنه وشه کله چې دجماعت ازاله البديه مرکزي مشر ثاني يحيي دروژې په مهال عبادت لپاره ورتلونکو کسانو ته وينا کوله، دغه ګوند دټولو مذهبونو پخپل مينځ کې په امن سره داوسيدو لپاره هلې ځلې کوي.
يوه بله بمي چاؤدنه دشاګالنکو ريستوران کې شوې ده.
دنائجيريا جاس ښار کې په تيرو وختونو کې هم دتشدد پيښې اؤ بمي چاؤدنې رامينځته شوي چې پړه يې تندروه ډلې بوکوحرام په غاړه اخستې، دغو بريدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.
بوکوحرام تيرکال دنائجيريا شمال ختيزه سيمه کې په يوه لويه علاقه قبضه کړې وه اؤ دپولې پورې غاړې بريدونو کې يې هم اضافه کړې وه ، بوکوحرام سږکال داعش کې دشامليدو اعلان کړى ؤ.
په عين حال کې امريکا دبوکو حرام له لوري شمال ختيزه نائجيريا کې تيره اوونۍ دترسره شوؤ بريدونو غندنه کړې ، دغو بريدونو کې د٢٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دامريکا دبهرنو چارو دوزارت وياند جان کربي دنائجيريا داولس له لوري دتندلاريتوب په ضد دهڅو دملاتړ ژمنه کړې ده.