لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي : چاؤدنه کې ٢٧ کسان وژل شوي،١٠٠ ژوبل


دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دترکي داخله وزارت يو بيان کې وئيلي دي چې سوروچ کې دگل په ورځ خواؤشا دولس بجې يو ترهه گريز بريد شوى چې پکې دلمړو پلټنو ترمخه ٢٧ کسان وژل شوي دي.
دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دترکي داخله وزارت يو بيان کې وئيلي دي چې سوروچ کې دگل په ورځ خواؤشا دولس بجې يو ترهه گريز بريد شوى چې پکې دلمړو پلټنو ترمخه ٢٧ کسان وژل شوي دي.

دترکي دکورنو چارو وزارت وائي چې دشام پولې سره نزدې ښار سوروچ کې ديوې چاؤدنې له امله لږ ترلږه ٢٧ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دترکي دوؤ سينئر چارواکو خبري ادارې روئيټرز ته وئيلي دي ابتدائي ثبوت په ډاگه کوي چې دغه چاؤدنه دتندروه ډلې ددولت اسلاميه لخوا ترسره شوى يو ځانمرگى بريد ؤ.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دترکي داخله وزارت يو بيان کې وئيلي دي چې سوروچ کې دگل په ورځ خواؤشا دولس بجې يو ترهه گريز بريد شوى چې پکې دلمړو پلټنو ترمخه ٢٧ کسان وژل شوي دي.

بيان کې وئيل شوي دي چې دغه بريد کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي اؤ دمړو شمير کې دنورې اضافې انديښنه ده.

دترکي ديو چارواکي ترمخه دشام دکوباني ښار ترڅنگ دترکي حدودو کې دموقعيت لرونکي ثقافتي مرکز باغيچه کې دچاؤدنې څخه وروستو اور لگيدلى اؤ دميډيا راپورونو ترمخه دچاؤدنې په مهال دغلته تر دفيډريشن اف سوشلسټ يوتهس ايسوسي ايشن ٣٠٠ؤ پورې کسان موجود وؤ اؤ کوباني کې يې دبيابحالۍ لپاره دمرستې په غرض دغلته دتللو تيارۍ کولې.

خو تر دې دمه ددغه چاؤدنې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

دشام په کوباني ښار ددولت اسلاميه له لوري دبريد څخه وروستو ددغه ځايې څخه په گڼ شمير کې خلک سوروچ ته دسرپناه لپاره ورغلي وؤ، په ترکي کې دکډوالو تر ټولو لويې کيمپ هم په سورچ کې دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG