سرچنې وایي د طالبانو دمشر ملا محمد عمر د مړینې وروستو د نوي مشر د ټاکنې په سر د طالبانو لیکو کې د راپیداشوؤ اختلافاتو ختمولو دپاره د طالبانو په علماؤ مشتملې یو جرګې خپلې هڅې پیل کړي اؤ د ټولو مرورو اړخونو سره یې لیدل کتل کړي دي.
د سرچینو له مخې د طالبانو په دغه جرکه کې د هغوئ هاغه علماء شامل دي چې د ټولو خواؤ سره یو شان ښې اړیکې لري.
د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان څخه وروستو ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر یا امیر په توګه ټاکل شوی چې په دغه ټاکنه د طالبانو تحریک کې سخت خپل منځي اختلافات پیدا شوي اؤ په قطر کې د طالبانو مرکچي یا دسیاسي دفتر مشر محمد طیب اغا هم د ملا اختر په ټاکنه د احتجاج په ډول د خپلې دندې څخه استفا ورکړې ده.
راپورونه وایي د ملا عمر کورنۍ هم ملا اختر منصور ته د مشرۍ په پګړۍ تړلو سخته خفه ده اؤ وئیلي یې دی ملا منصور به د مشر په توګه ونه مني.
هر څو که د طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور په طالب مشرانو غږ کړی چې خپل منځي اختلافاتو نه باید لاس واخلي خو دهغې باوجود سرچینې وایي د طالبانو لیکو کې زیاتره مهم مشران د اختر محمد منصور مشرۍ منلو ته تیار نه دي.
طالبانو ته نزدې سرچینې وايي د طالبانو منځ کې د قیادت پسر د اختلافونو سیوا کیدو وروستو د طالب علماء یوه یوه جرګه ددغو اختلافونو هوارولو دپاره چټک شوې ده .د سرچینو په وینا دغه جرګې د تیرو دوؤ ورځو په دوران کې د نوي طالب مشر ملا اختر محمد منصور ، د مړ شوي مشر ملاعمر زوئ ملا یعقوب ، د هغه ورور ملا عبدالمنان اؤ د ملا رزاق ډلې مشرانو سره لیدنې کړي اؤ د هغوئ څخه یې د اختلافونو په اړه د هغوئ نظر اخستی .
سرچینې دا هم وایي چې د طالب علماؤ دغې جرګې په ټولو مرورو اړخونو زور راوړی چې په دې حساس پړاؤ کې باید د خپلو اختلافونو نه تیر شي خو د سرچینو په وینا د ملاعمر د کورنۍ په ګډون هیڅ یو اړخ دغه جرګې ته باور نه دی ورکړی چې ګنې د هغوئ د شرائطو منل کیدو پرته به د اختلاف هواري ته حاضر شي.
د سرچینو وینا ده دغې جرګې د مذاکراتو په ذریعه د طالبانو د مرورو ډلو تر مینځ مخ په مخ د ناستي د لارې د اختلافونو ختمولو وړاندیز هم کړی چې حوصله افزایي یې نه ده شوې .
خو سرچینې وایي جرګه په دې بریالۍ شوې چې د ټولو مخالفو اړخونو سره څو نورې ناستې وکړي اؤ په دغه لړ کې یې د نوي امیر ملا اختر محمد منصور ، د ملا عمر د کورنۍ اؤ ملا رزاق د ډلې ملاتړ ترلاسه کړی دی