د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا ځانګړی استازي ډانیل فیلډ مین وایي په افغانستان اؤ سیمه کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا په اړه زیاتې اندیښنې شته خو امریکا په دغه هر څه نظر ساتلی .
ځانګړي استازي په طالبانو غږ کړی چې د ملا عمر د مړینې څخه راپدیخوا د رامینځته شوي صورتحال څخه په ګټې اخستو باید افغان حکومت سره خبرو اتر و ته کښیني
هغه وایي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړينې سره د مذاکراتو په پړاؤ بدې اغیزې شوي دي خو نوموړی دا هیله هم لري چې کیدی شي دا صورتحال د سولې دپاره د یو ښه فرصت زیری ثابت شي.
د امريکا ځانګړي استازي ډانيل فيلډمين دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ په تابیا افغانستان کې دسولې په اړه راجوړې شوې شوې غونډې ته پخپله وینا کې کړي دي.
فیلډ مین چې د ډپلوماټ د دندې څخه لاس اخستونکی اؤ په نزدې وختونو کې خصوصي څانګې ته تلونکی دی دغه غونډې ته یې په افغانستان او پاکستان کې بدلونونو ، لاسته راوړنو او مسلو باندې رڼا واچوله
غونډې ته پخپله وینا کې فيلډمين وئیلي چې طالبانو په پيل کې د افغان کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره هڅې پیل کړې وې خو وروستو د دوئ کړنې خپله د کورنۍ جګړې د پراختیا اؤ اوږیدو باعث شوې
هغه وویل اوس وخت راغلی چې طالبان کوټلې فیصله وکړي چې نوره په وطن کې سوله اؤ ارامي اؤ د جنګونو خاتمه غواړي ، هفوئ باید د افغانستان د مشروع سياسي نظام چوکاټ ته ورننوځي تر څو افغانستان د بد مرغیو څخه خلاص اؤ د یو ښه راتلونکي څخه برخمن شي
د امريکاځانګړي استازي د سولې د هلو ځلو په پیل کولو اوپاکستان سره د اړيکو ښه کولو په اړه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د هلو ځلو ستائینه هم وکړه
هغه وویل تیر کال د افغانستان اولسمشر ګڼ شمیر کامیابۍ ترلاسه کړي دي چې هغې کې د کابینې ټاکنه ، انتخابي اصلاحات اؤ د بډو رشوتو د مخنیوي هڅې شامل دي