دچین په ساحلي ښار تیانجن کې د شورو په شپه دچاودیدونکو موادو د ذخیره کولو په یو ګودام کې د کیمیکلو په یو کنټینر کې د شوې چاودنې له امله لږترلږه 44 کسان مړه اؤ خواوشا 400 نور زخمیان شوي دي.
د چین سرکاري ابلاغي ذریعو وئیلي دي په دغه مړو شوؤ کې 12 د اور وژنې کارمندان هم شامل دي .
تیانجن کې دوه چاودنې ددیرشو سیکنډو دننه شوي اؤ دغه چاودنې دومره طاقتورې وې چې تر لرې لرې یې نه یوازې اواز اوریدل شوی بلکې په ډیره لرې فاصله د پرتو ودانو کړکۍ اؤ دروازې یې هم د درز سره جړقولي اؤ ماتې کړي دي
عیني شاهدانو ددغه چاودنې عکسونه په سوشل میډیا خپاره کړي چې په دغو عکسونو کې د اور اوچتې اوچتې لمبې لیدل کیږي.
یوې عیني شاهدې میرمنې وئیلي هغه د سود سودا په اخستو کې مشغوله وه چې د چاودنې درز یې واوریدو اؤ کله چې یې په شا وکتل نو وئ لیدل چې د اور یو غټ غونداری پورته خیژي.
راپورونه وایي چې د ښار بیلا بیلو روغتونونو ته دغه پیښه کې ژوبل شوي خوا وشا 400 څلور سوه مریضان رسول شوي چې په هغوئ کې د ځینو حالت نازک دی