لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد : دداعش لخوا شوې بمي چاؤدنه کې ٦٢ کسان وژل شوي


 دچارواکو ترمخه دصدر ښار په جميلا مارکيټ کې ترسره شوې دټرک بمي چاؤدنه کې په لسگونو کسان ژوبل شوي هم دي اؤ دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دچارواکو ترمخه دصدر ښار په جميلا مارکيټ کې ترسره شوې دټرک بمي چاؤدنه کې په لسگونو کسان ژوبل شوي هم دي اؤ دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

عراقي چارواکي وائي دزيارت په ورځ دعراق پلازمينه بغداد کې زورداره بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ٦٢ کسان وژل شوي دي.

دچارواکو ترمخه دصدر ښار په جميلا مارکيټ کې ترسره شوې دټرک بمي چاؤدنه کې په لسگونو کسان ژوبل شوي هم دي اؤ دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

دميډيا راپورونه وائي چې يو ځانمرگي دبارودي موادو څخه ډک ټرک يو مصروف مارکيټ ته دننه بوتللى اؤ دغلته يې زورداره چاؤدنه کړې ده، کومه سيمه کې چې چاؤدنه شوې هلته دشيعه مسلمانانو اکثريت دى.

دبريد پړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده اؤ وئيلي يې دي چې دسُني مليشې کسان يې په دغه بريد کې په نخښه کړي دي.

دزيارت په ورځ بغداد کې دغه ترسره شوي يوکال دمخه دعراقي وزيراعظم حيدرالعبادري له لوري دوزيراعظمۍ دچوکۍ دسمبالولو څخه راپديخوا تر ټولو خونړۍ چاؤدنه وه.

داعش تيرکال دجون په مياشت کې دعراق په لويو برخو قبضه کړې اؤ گاونډي هيواد شام کې يې هم يو شمير سيمې قبضه کړي دي.

دعراق په انبار صوبه کې عراقي ځواکونه اؤ وسله والې ډلې دداعش په ضد په جگړه بوختې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG