لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خپلې ازادۍ 69مه کلیزه نمانځي،


د امریکا د خارجه چارو وزیر هم د ازادۍ د ورځې په مناسبت پاکستاني اولس ته مبارکي وئیلې ده
د امریکا د خارجه چارو وزیر هم د ازادۍ د ورځې په مناسبت پاکستاني اولس ته مبارکي وئیلې ده

پاکستان نن د خپلې ازادۍ 69مه کلیزه نمانځي اؤ ددغه کلیزې په موقعه د هیواد صدر ممنون حسین اؤ وزیراعظم میا نوازشریف هوډ کړی چې ترهګرۍ ته به په هر حال کې ماتې ورکوي.

د تیرې ډیرې مودې راهسې پاکستان د ترهګرۍ، فرقه ایزو فسادونو اؤ اقتصادي بې ثباتۍ ښکار دی خو وګړي اؤ حکومت یې بیا هم د ازادۍ ورځ په پوره جوش اؤ جذبې سره نمانځي اؤ د خپل هیواد سره د مینې څرکندونه کوي.

د ازادۍ د ورځې نمانځلو لړ کې تر ټولو لویه دستوره دجمعې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې شوې چې پکې صدر ممنون حسین ، وزیراعظم میا نوازشریف ، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف اؤ نورو لوړ پوړو حکومتي اؤ امنیتي چارواکو برخه اخستې ده .

دغې دستورې ته پخپله وینا کې دپاکستان صدر ممنون حسین وئیلي پاکستان د تیرې اوږدې مودې راهسې د جنګ په حالت کې دی خو ولې قام خپلې حوصلې نه دي بائیللي اؤ خپلو کې په یو موټي کیدو د هیواد دفاع دپاره د پوځ ترشا ولاړ دي.

هغه وویل حکومت که یو خوا د ټولنې ددښمنانو سره په جنګ دی نو بلخوا یې د ترهګرو په ضد هم جګړه په مخکې روانه کړې ده اؤ خو مونږ هیله لرو چې په راتلونکو وختونو کې به حالات ښه شي اؤ د پاکستان د پرمختګونو سفر به دوامداره وي.

اخوا دپاکستان وزیراعظم میا نوازشریف هم د ازادۍ د ورځې په مناسب خپل یو پیغام کې وئیلي دي چې حکومت یې د ترهګرۍ د نوغي ویستو پیاوړی هوډ لري اؤ ټول قام ته به په ګډه د خپل هیواد د ښې ورځې دپاره کار کول وي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کیري هم د صدر اوبا اؤ امریکایي اولس له لوري پاکستان ته د ازادۍ د ورځې په موقعه مبارکي ورکړې ده

پخپل یو بیان کې ښاغلي جان کیري وئيلي امریکا د ټولو پاکستانیانو د نه مړاوې کیدونکې جذبې، مشکلو حالاتو کې د مقابلې کولو د صلاحیت ا،د اقتصادي خوشحالۍ اؤ جمهوري اقدارو دپیاوړتیا دپاره ورکړی شوؤ قربانو ته د قدر په سترګه ګوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG