لاس رسیدونکی لینک

 
خودکش حمله کې دپنجاب پښتون داخله وزیر شجاع خانزاده وژل شوی
تازه خبر

خودکش حمله کې دپنجاب پښتون داخله وزیر شجاع خانزاده وژل شوی


شجاع خانزاده دیر کې خلکو سره ناست ؤ چې حمله پرې وشوه
شجاع خانزاده دیر کې خلکو سره ناست ؤ چې حمله پرې وشوه

د اتوار په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې په کابینه کې شامل د کورنو چارو یوازینی پښتون وزیر شجاع خانزاده په یوه خودکش حمله کې وژل شوی دی .

چارواکي وایي دغه خودکش حمله د پاکستان دخیبرپښتونخوا صوبې سره پیوست د پنجاب صوبې د اټک په شادي خان سیمه کې هاغه مهال شوې کله چې د پنجاب د کورنو چارو وزیر کرنل (ر) شجاع خانزاده پخپله دیره کې د سیمې دخلکو سره ناست ؤ اؤ د خلکو ستونزو یې اوریدلې.

د پنجاب د وزیراعلي مشاور سعید الهي اؤ د اټک د ضلعي روغتون دبیړنۍ څانګې مشر ډاکټر اشفاق احمد دغه خودکش حمله کې د پنجاب د کورنو چارو د وزیر شجاع خانزاده د وژل کیدو پخلی کړی

د راولپنډۍ کمشنر په دغه پیښه کې د اتوؤ کسانو د مړینې پخلی کړی دی.

د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناء الله میډیا ته وئیلي د ابتدایي شواهدو له مخې دغه یوه ځانمرګي حمله معلومیږي خو پلټنې روانې دي چې څنګه ځان وژونکی د هغه تر دیرې رسیدلی دی؟

سیمه ایز پولیس وایي د چاودنې له امله د کورنو چارو د وزیر په دیره کې د یوې پراخه کوټې چت په مکمل ډول غورځیدلی اؤ د شجاع خانزاده په ګډون یې ګڼ کسان لاندې کړي دي.

په سیمه کې د مرستې فعالیتونه پیل شوي اؤ مرستندویه ادارې وایي تر دې مهاله یې د ملبې څخه د کورنو چارو د وزیر اؤ یو پولیس افسر یا ډي ایس پي شوکت شاه په ګډون د لسو کسانو مړي اؤ 17 زخمیان راویستي دي .

عیني شاهدین وایي ګڼ نور کسان هم د ملبې لاندې ګیر دي .

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر پرویز رشید ددغه پيښې د غندنې په ترڅ کې خبریالانو ته وئیلي ددغه رقم بزدلانه کارروائیو له امله ترهګر د پاکستان د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو ولولې نه شي ماتولی

هغه وئیلي دي ترهګرو ماتې خوړلې اوس د مقابلې توان نه لري په تیښته دي اؤ دغسې غلچکي بریدونه د هغوئ د وارخطایۍ ثبوت دی خو مونږ به دغه ترهګر کله هم تیښتې ته پرې نه ږدو

د پښتنو د مشهورې قبیلې یوسفرئ سره تعلق لرونکی دوه اویا کلن شجاع خانزاده د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر اؤ د پنجاب په کابینه کې شامل یوازینی پښتون وزیر ؤ اؤ راپورونه وایي هغه ته د تیرې ډيرې مودې راهسې د ترهګرو لخوا د مرګ ګواښونه کیدل..

ښاغلی خانزاده ترلسمه زده کړې د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د یو شخصي سکول څخه کړې وې اؤ وروستو یې په کال 1966ء کې د پيښور اسلامیه کالج څخه د ګریجویشن سند ترلاسه کړی ؤ.

هغه په کال 1967ء کې د یو افسر په توګه د پاکستان په فوځ کې شامل شوی اؤ وروستو د کرنل تر عهدې رسیدلی ؤ .

د پوځ څخه د ریټائرډ کیدو وروستو یې سیاست ته مخه کړې وه اؤ په پاکستان کې د کال 2013 په عامو ټاکنو کې له کامیدو وروستو د پنجاب دداخله وزارت قلمدان ور سپارل شوی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG