لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات طالب کمانډران مسلم خان اؤ محمود د پوځ ولقه کې مړه شوي


مسلم خان په سوات کې د طالبانو د تحریک ویاند ؤ
مسلم خان په سوات کې د طالبانو د تحریک ویاند ؤ

د نهې په ورځ امنیتي سرچینو وئیلي په سوات کې د طالبانو ددوؤ مهمو کمانډرانو مسلم خان اؤ محمود خان د پوځ ولقه کې د مړینې دعوه کړې ده.

مسلم خان په سوات کې د طالبانو د تحریرک ویاند ؤ اؤ هغه به په امنیتي ځواکونو، سکولونو اؤ سرکاري ودانو د کیدونکو بریدونو پړه په غاړه اخسته ږ

محمود خان هم د طالبانو د سر کمانډر اؤ د پاکستاني طالبانو د تحریک د اوسني امیر مولوي فضل الله ښی لاس ګڼل کیدو .

دغه دواړه طالب مشران د کال 2009ء په وروستیو کې پاکستاني پوځ وروستو له هغې د پلازمینې اسلام اباد څخه نیولی ؤ چې دامن دپاره طالبانو سره د مذاکراتو غونډه ناکام شوه.

د نهې په ورځ د پاکستان امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته وئیلي دغه دواړه طالب مشران تیرکال د پوځ په ولقه کې مړه شوي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې هغوئ پخپل مرګ مړه شوي که وژل شوي دي.

مسلم خان سوات کې طالبانو سره د یو ځایې کیدو نه مخکې امریکه کې هم وخت تیر کړی ؤ اؤ هغه به میډیا سره په انکریزۍ ، اردو اؤ پښتو ژبه په روانۍ سره خبرې کولی شوې.

د طالبانو تحریک کې د ورکډیدو څخه وروستو د طالبانو د تحریک اوسني مشر مولوي فضل الله دپاره لمړی د ایف ایم ریډیو سټیشن مسلم خان پیل جوړ کړی ؤ اؤ طالب مشرانو به په دغه ریډیو د سخت دریځۍ تبلیغات کول.

هغه د یو شمیر خودکش حملو اؤ بمي چاودنو پړه هم په غاړه اخستې وه چې پکې پکې په کال 2008 کې د هغه وخت د پاکستان دوزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په کاروان د شوي برید ذمه واري هم شامل وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG