لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: حکومت پلوه قومي مشر بمي چاودنه کې وژل شوی

ملک رحیم ګل د طالبانو کلک مخالف اؤ د باجوړ د امن لښکر فعاله غړی ؤ .
ملک رحیم ګل د طالبانو کلک مخالف اؤ د باجوړ د امن لښکر فعاله غړی ؤ .

د زیارت په ورځ افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې د یاغي طالبانو مخالف حکومت پلوه قبائیلي مشر ملک رحیم ګل په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی،

د سیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي ملک رحیم ګل د طالبانو کلک مخالف اؤ د باجوړ د امن لښکر فعاله غړی ؤ .

سرچینې وايي هغه د چمرکنډ سیمه کې پیاده روان ؤ چې مخه کې ورته ښخ کړی شوی بم پرې وچاویدو اؤ په دغه چاودنه کې ملک رحیم ګل خپل ژوند د لاسه ورکړو.

د پاکستاني طالبانو لخوا ددغه بمي چاودنې پړه په غاړه اخستل شوې اؤ پخپل یو بیان کې د طالبانو ترجمان وئیلي چې ملک رحیم ګل د طالبانو په ضد د حکومت اؤ امنیتي ځواکونو ملګرتیا کوله ځکه د هغوئ لخوا ووژلی شو.

په باجوړ کې له دې وړاندې هم بیلابیلو وختونو کې دامن لښکرو غړي اؤ قومي مشران په دغسې بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

په دغه قبائیلي سیمه کې په تیرو وختونو کې طالبان زیات فعاله وؤ اؤ دغلته یې خپل عدالتونه پرانستي وؤ چې هغې کې به یې خلکو ته شرعي سزاګانې ورکولې خو وروستو د امنیتي ځواکونو لخوا په باجوړ کې د طالبانو په ضد په پراخه پیمانه عملیات وکړل شول.

امنتي ځواکونه دعوه لري چې باجوړ کې یې د تندلارو نیټ ورک مات کړی خو اوس هم زیاتره وخت دغه سیمې څخه په امنیتي ځواکونو اؤ قومي مشرانو د بریدونو خبرونه مخې ته راځي

XS
SM
MD
LG