پاکستان خپل ایټمي توان کې په تیزۍ سره د اضافې په هکله خوارهٌ شوي اطلاعات رد کړي اؤ وئیلي یې دي دغه ټولې دعوې بیخي بې اساسه دي.
د دخارجه وزارت له لوري په دغه هکله جاري شوي یو بیان کې وئېل شوي چې پاکستان د ایټمي وسلو په زغل کې د برخې اخستو هیڅ خواهش نه لري.
د بیان له مخې ددغسې اطلاعاتو مقصد د نیو کلیئر سپلائیر ګروپ ( این ایس جي) غړو هیوادونو سره د معاهدو نه وروستو د هند ایټمي توان کې په تندۍ سره د کیدونکې اضافې نه پام ګرځول .
پاکستان وایي ددغسې تړونونو سره سیمه کې بې ثباتي رامینځته کیدی شي.
خارجه وزارت پخپل بیان کې وئیلي دجوهري توان لرونکي هیواد په توګه پاکستان د تحمل اؤ مسولیت په تګلاره عمل کوي اؤ جوهري پروګرام یې سیمه کې دامن اؤ ثبات دپاره دی.
د بیان له مخې پاکستان د لږ تر لږه باوري دفاعي توان په پالیسۍ سختۍ سره عمل کوي
پاکستان دغه سپیناوی وروستو له هغې کړی چې تیره ورځ دوؤ امریکایي څیړنیزو ادارو پخپل یو راپور کې دعوه وکړه چې پاکستان هر کال شل ایټمي وسلې تیاروي اؤ په دریوؤ کالو کې به دغه ملک د نړۍ دریم غټ ایټمي هیواد شي.
په دغه راپور کې وئیل شوي وؤ چې هند سره دا وخت خواوشا 100 اؤ پاکستان سره 120 ایټمي وسلې دي اؤ پاکستان د پخو شوؤ یورئنیمو یوه لویه ذخیره هم لري چې هغوئ ترې په تیزۍ سره واړه ایټم بمونه جوړولی شي.
د امریکې د خارجه وزارت ویاند جان کربي تیره خبریالانو ته وئیلي وؤ امریکه ددغه راپور جاج اخلي اؤ په باریک بینۍ سره مدام داسې معاملو ته ځیر وي