لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبراؤ شمالي وزيرستان کې فضائي عمليات،٣٣ جنگيالي وژل شوي


 دسيمې څخه امنيتي سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته وئيلي دي چې دشورو په ورځ امنيتي ځواکونو دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دتندلاو په شکمنو ځالو گوله باري کړې
دسيمې څخه امنيتي سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته وئيلي دي چې دشورو په ورځ امنيتي ځواکونو دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دتندلاو په شکمنو ځالو گوله باري کړې

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد ترسره شوؤ فضائي عملياتو کې لږ ترلږه ٣٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دخيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دغه فضائي عمليات يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي چې پرون دخيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه شپږ کسان ووژل شول اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شول، ددغه ځانمرگي بريد پړه طالبانو په غاړه اخستې وه.

دسيمې څخه امنيتي سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته وئيلي دي چې دشورو په ورځ امنيتي ځواکونو دخيبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې دتندلاو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې ١٥ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې هم ړنگې کړل شوي دي.

سرچينې وائي چې فضائي عملياتو کې دوژل شوؤ جنگيالو تعلق دپاکستاني طالبانو دتحريک اؤ سيمه کې دفعاله تندروه ډلې لشکراسلام سره دى.

بل لوري ته سرچينې وائي دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په شوال اؤ زوئي سيدگۍ سيمو کې هم پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو پمباري کړې چې پکې ١٨ جنگيالي وژل، گڼ شمير ژوبل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې له مينځه وړل شوي دي.

قبائيلي سيمو پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توگه ددغو عملياتو اؤ پکې مخالف لوري ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستان پوځ اوس مهال پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ وائي تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې پيل کړل شوي عمليات يې سرته رسولي.

پوځ اؤ حکومت که هر څو دعوه کوي چې خيبرايجنسۍ څخه يې په بشپړ ډول جنگيالي ختم کړي خو سيمه کې فعاله جنگيالي اوس هم اکثره په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي اؤ تيره ورځ دطالبانو لخوا جمرود کې دترسره شوي بريد دپړې منلو څخه وروستو دپوځي اؤ حکومتي دعوؤ په اړه پوښتنې راولاړې شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG