پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئ مينځني ختيز کې دفعاله ډلې داعش په ضد دسيمه ييزو هڅو دتُندولو په ضرورت زور راوړى دى.
دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې په اړه اسلام اباد کې يو کانفرنس ته دوينا په مهال افغان سفير وويل چې دترهه گرۍ په ضد دگډو هڅو دتُندولو ضرورت دى ځکه چې دهغه په قول دښمن دهغوي انتظار نۀ کوي.
هغه وويل سيمه کې ددې يوه بيلگه دا ده چې دکالعدم تحريک طالبان پاکستان پخواني عناصر اوس دافغان پولې په لوري دداعش دتور بيرغ لاندې راټوليږي.
جانان موسي زئ وويل داعش سره تړلي جنگيالي دافغانستان ننگرهار ولايت کې دخپلو پښو دمضبوطولو هڅېکوي خو دهغه په قول ددغو عناصرو په ضد گامونه اخستل کيږي.
تندروه ډله داعش عراق اؤ شام کې فعاله ده اؤ ددغو هيوادونو په يوه لويه برخه يې قبضه کړې ده، دامريکا په مشرۍ دبين المللي ائتلاف لخوا دداعش په ضد شام اؤ عراق کې کارروايۍ روانې دي.
جانان موسي زئ ويل چې داعش خپله پروپيگنډه اؤ خپل نظريات دپاکستان په گډون سيمه کې خوروي.
هغه وويل دترهه گرۍ اؤ غيررياستي عناصرو دکارروائيو له امله دا سيمه دتيرو پينځلسو کلونو راهسې زياته اغيزمنه کيږي اؤ دهغه په قول که چرې ديوې لسيزې پورې دغو عناصرو سره جنگيدل نۀ غواړي نو ورته په فوري توگه پريکړه کول پکار دي.
افغان سفير وويل دترهه گرۍ دگډې خطرې مخنيوي لپاره په تگلاره غور ضروري دى.
دتيرو څو مياشتو راهسې دافغانستان بيلا بيلو برخو کې داعش سره افغان جنگيالو دوفادارۍ اعلان کړى چې له امله يې په ظاهره دافغان طالبانو اثرورسوخ کې کمى راغلى.
دافغانستان په ننگرهار ولايت کې دموجودو داعش دجنگيالو اؤ طالبانو ترمينځ دنښتو راپورونه هم ترلاسه شوي، په ډاگه دې وي چې داعش سره تعلق لرونکي گڼ شکمن جنگيالي افغانستان کې دډرون بريدونو کې وژل شوي دي.
دکالعدم تحريک طالبان پاکستان څخه هم گڼو جنگيالو داعش کې دشامليدو اعلان کړى ؤ.
دپاکستان حکومت دريځ لري چې داعش يې هيواد کې وجود نۀ لري خو ددغه ډلې څخه دڅيلمه خطرې په اړه بيدار دي.
پاکستان کې هم دتيرو څو مياشتو په مهال دداعش په حق کې په ديوالونو ليکل، پمفلټونه اؤ ددغه ډلې په ملاتړ تورن شکمن کسان نيول شوي ، خو ددغه هر څه باوجود حکومت هيواد کې دداعش دوجود څخه انکاري دى.