لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

9/11 تر ټولو زيات پښتانه اغېزمند کړي ، څيړونکي


څيړونکي وايې د ۱۱م ستمبر نه پس د روان جنګ او ترهګرۍ له امله پښتانه په مالي، زاني او ذهني کچه اغېزمند شوي دي ،
څيړونکي وايې د ۱۱م ستمبر نه پس د روان جنګ او ترهګرۍ له امله پښتانه په مالي، زاني او ذهني کچه اغېزمند شوي دي ،

په امريکا کې ۱۴ کاله وړاندې په ننۍ ورځ ۱۱م ستمبر باندې چې کوم ترهګر بريدونه شوي وو او تر ۳۰۰۰ نه زيات کسان پکې وژل شوي وو ، پښتانه سياست مدار او پوهان په دې نظر دي چې د ۱۱م ستمبر د بريد کوؤنکو ټولو کسانو تعلق د عرب هېوادونو سره وو خو د دغې پېښې په ګرده نړۍ کې تر ټولو زياتې اغېزې په پُښتنه سيمه وشوې .

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټۍ يو مشر افراسياب خټک وايي که څه هم د ۱۱م ستمبرپېښې د ټولې نړۍ په سياست او قانون ډېر لويې اثرات لرلي دي ، خو تر ټولو زيات اثر يې په پښتنه سيمه شوی دی .

"هلته دا افسوسناکه پېښه وشوه او څو زره خلکو پکې ژوند بائيلو خو د هغې نه وروستو څو چنده زيات خلک دلته مړه شوي دي ، او پاکستان کې د ۵۰ زرو پورې کسان مړه شوي او افغانستان کې هم دغه ډول حالات روان دي او تر ټولو زياتې اغېزې يې په مونږ (پښتنو) شوي دي" .

نوموړي زياته کړه د دغې پېښې نه پس چې په نړيواله کچه د ترهګرۍ په ضد کوم جنګ شورو کړی شوی ؤ او د ترهګرۍ کومه لړۍ روانه شوې تراوسه داسې نه ښکاري چې ډېر زر به د دې خاتمه وشي .

افراسياب وايي هغه رياستونه لکه امريکا، روس، پاکستان، ايران او نور عرب هېوادونه ، دويې خپلو زمه وارو منلو ته تيار نه دي ، لاس په پښتنو پاکوي او د دويې د غلطو پاليسو نتيجه ده چې دغه شورو شوې شخړه تراوسه پورې روانه ده .

او نوميالي پښتون صحافي عقيل يوسفزی هم وايي د ۱۱م ستمبر په پېښه کې ککړ خلک عربيان و خو د بدقسمتۍ نه د دغې پېښې نه زيات تکليف افغانستان او په پاکستان کې پښتنو سيمو ته ورسېدو او جنګ پرې مسلط کړی شو او تراوسه لا پښتانه په دغې جنګ کې ښکېل دي .

د نوموړي نه چې ډيوه ريډيو پوښتنه اوکړه، په امريکا کې د ترهګرۍ د پېښې نه پښتنه سيمه ولې اغېزمنده شوه ؟ هغه ووئيل ،

" د نائن اليون پېښه يا د هغې نه وړاندې په افغانستان کې د طالبانو په شکل کې د يو قوت مخې ته راتګ ، او بيا په افغانستان د هغوي حکومت کول دا د انټرنېشنل ګېم (نړېوالې لوبې) حصه وه ، نو په دغې پلان يا ګېم کې امريکا او پاکستان خو کامياب شو خو پښتون افغان اولس ته پکې ډېر لويې زيان ورسېدو" .

د ۱۱م ستمبر د پېښې وروستو چې د امريکې او نړيوالو ځواکونو لخوا د نړۍ په سطح د ترهګرۍ په ضد جګړه پېل کړی شوه او په افغانستان کې د طالبانو په حکومت حمله شوې وه ، او د ۱۱م ستمبر د پېښې زمه واره ترهګره ګرځول شوې ډلې القاعده په ضد عمليات شورو کړی شوي وو .

د پاکستان د قبائيلي سيمو پښتانه مشران او د مدني ټولنې غړي وايي دغې جګړې او راجوړ کړی شوؤ حالاتو دويې په سوؤنو کاله وروستو بوتلل ، د جنوبي وزيرستان د وانا سيمې سره تعلق لرونکی د مدني ټولنې غړی اياز وزير وايي ، زمونږ سيمې بربادې شوې د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شو سکولونه تباه شو او هر څه راباندې ګډوډ شو .

"دا په پښتنو او په پښتنو کې د قبائيلي سيو يوه غټه تباهي راغله او داسې تباهي راغله چې مخنيوی يا واپس په خپل ځايې ودرېږو ډېر وخت به پکې ولگي" .

نوموړي وايي پښتانه بايد په دې خبره سوچ اوکړي چې ولې په زرګونو ميله لرې د شوې ترهګرۍ تر ټولو زيات زيان پښتنې سيمې ته راورسېدو .

څيړونکي وايې د ۱۱م ستمبر نه پس د روان جنګ او ترهګرۍ له امله پښتانه په مالي، زاني او ذهني کچه اغېزمند شوي دي ، او که چرته دغه لړۍ نوره دوام لري نو د پښتنو راتلونکی نسل به هم د دې نه متاثره وي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG