د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې يورپ کې د پناه اخيستونکو مهاجرينو تازه لړۍ يواځې د يورپ نا بلکې دا نړيواله مسله ده .
دغه خبره نوموړې د جمعې په ورځ د ميري لينډ په فورټ ميئډ کې په يوه دستوره کې کړې ده ، چرته چې صدر په ګرده نړۍ کې د امريکې د پوځيانو سوالونو ته ځواب وئيلو، کوم سوالونه چې په سوشل ميډيا يا سيټيلائټ ويډيو د لارې شوي وو .
دغه دستوره د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ کې په امريکا کې د ترهګرو بريدونو د ۱۴ کالو پورې کېدو په لړ کې راجوړه کړی شوې وه .
صدراوباما وئيلي چې د مهاجرينو يا پناه غوښتونکو په موضوع باندې به د روانې مياشتې په اخره کې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې هم بحث کيږي او مشرانو ته پکار ده چې دغې ستونزې ته د نړيوال غبرګون په ترڅ کې د موثره حمکت عملۍ جوړولو سوچ وکړي ، د نوموړي په وينا " يو ملک په يواځې سر دغه مسله نه شي هوارولی".
نوموړي زياته کړه د نړۍ د يو مهم اتحاد په توګه نېټو دې هم په دې مسله کې خپل کردار ادا کړي .
صدر اوباما ووئيل چې د مهاجرينو د ستونزې د حل کولو يواځينۍ لاره د دغې مسلې جرړو ته رسېدل دي .
" دا ډېره پخوانۍ قيصه ده چې په سمندر کې خلک ډوبيږي او خلک يې اوويني نو لاړ شي هڅه کوي چې په هغويې کې څوک بچ کړی شي ، خو تاسو له دا هم کول دي چې هغې لور ته لاړ شئ د کوم نه چې دغه خلک راځي او وګورئ چې په اصل کې څه روان دي".
د نوموړي په وينا د مهاجرينو راوتل په شام کې د واکمنۍ انداز بدلېدل او هلته د داعش پرمختګ کول دي .
د امريکې صدر زياته کړه چې ډېر رياستونه د خپل اولس په سمبالولو کې ناکامه شي له دې وجې د مهاجرينو مسله تر لسيزو روانه وي .
منځني ختيز او افريقه کې په زرګونو کسان د جګړو او تشدد د پېښو له کبله خپل ملکونه پرېږدي او د يورپ مخه کوي او په ورستيو کې د مهاجرينو يورپ په تګ کې ډېره اضافه شوې ده .
او په يورپي ملکونو کې د مهاجرينو ساتلو په مسله باندې اختلافات هم مخې ته راغلي دي .
امريکې وئيلي چې د شام ۱۰ زره مهاجرينو ته به په خپل ملک کې د پناه ورکولو اجازت ورکوي .