د پاکستان د قبائيلي سيمو (فاټا) او اېف ار(فرنټيئرر ريجن) مشرانو په يوه جرګه کې وئيلي ، د فاټا په اړه چې ائين کې د ترميم کومه مسوده قبائيلي پارليمنټرينز په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې په هغې باندې د ټولو قبائيلي سيمو مشران په اعتماد کې نه دي اخيستل شوي ځکه دويې د هغه بل مخالفت کوي ، خو د دغې جرګې په مهال د جرګې په ضد مظاهره هم شوې ده .
د پېښور په باغ ناران کې نن د اتوار په ورځ قبائيلي مشرانو يوه جرګه کړې او د يو قرارداد د لارې يې هغه مسوده رد کړې کومه چې د قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکو پارلمنټيرينز په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې وه .
د قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکو پارليمنټيرينز په دغه ائيني ترميمي مسوده کې وئيلي چې په فاټا کې دې د انګرېزانو د وخت نظام ختم کړی شي او دغه علاقې دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل کړی شي .
باغ ناران کې شوې د قبائيلي مشرانو په جرګه کې د کُرمې ايجنسۍ په استازيتوب ګډون کوؤنکي انجينيئر طورګل چمکنۍ وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د حميدالله جان افريدي او خان مرجان وزير په مشرۍ کې د دغې جرګې ايجنډا وه چې د فاټا پارليمنټيرينز کوم بل جمع کړی هغه تاسو ته منظور دی ، کنه دی؟ او په دغه بل د قبائيلي مشرانو تجويزونه څه دي ؟
" د ننۍ جرګۍ غټ مقصد هم دا ؤ چې پارليمنټيرينز نه خو د قبائيلي سيمو مشران رايوځايې کړي او نه يې د چا نه تجويز غوښتی دی ، ځکه د دغې بل مخالفت کيږي او په جرګه کې ټول په دې خبره يو شو چې د قبائيلو د مسائيلو حل کول دغه دي چې قبائيلي اولس سره مشوره اوکړی شي".
بل لور ته د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د فاټا لائيرز فورم پخوانی مشر اعجاز مومند چې په خپله جرګه کې موجود ؤ ، ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړی ووئيل ، چې کله په جرګه کې اسمبلۍ ته د وړاندې کړی شوي بِل مخالفت وشو نو يو شمېر ځوانان راولاړ شو او د جرګې په مخالفت کې يې نعرې ووهلي .
هغه ووئيل په جرګه کې ياد قبائيلي مشران موجود وو ، خو اعجاز مومند وايي دا څو کسان دي چې فاټا کې د خپلو ګټو دپاره د اصلاحاتو مخالف او اېف سي ار په حق دي . هغه زياته کړه دغه کسان د غلط فهمۍ ښکار دي او دا ارتقائي عمل دی دويې به په خپله پوهه شي ، او د فاټا په اړه د بِل ملګرتيا به اوکړي .
اعجاز مومند ووئيل مونږ د فاټا لائيرز فورم لخوا د دغې بِل په حق کې يُو او په دغې لړ کې به د پېښور او اسلام اباد د وکيلانو سره وينو او دغه مبارزې ته به دوام ورکوؤ .