لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : دډرون بريد کې شپږ جنگيالي وژل شوي


دسرچينو ترمخه دجنوبي وزيرستان دسرويکۍ په مندي سيمه کې ډرون الوتکې په يو کور دوه ميزائيلونه داغلي چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ په نخښه کړل شوى کور تباه شوى دى.
دسرچينو ترمخه دجنوبي وزيرستان دسرويکۍ په مندي سيمه کې ډرون الوتکې په يو کور دوه ميزائيلونه داغلي چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ په نخښه کړل شوى کور تباه شوى دى.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې ديوې بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې بريد کې لږ ترلږه شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دجنوبي وزيرستان دسرويکۍ په مندي سيمه کې ډرون الوتکې په يو کور دوه ميزائيلونه داغلي چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ په نخښه کړل شوى کور تباه شوى دى.

جنوبي وزيرستان کې دډرون دغه بريد په داسې حال کې شوى چې دپاکستان پوځ دافغانستان پولې ته نزدې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتيرکال دجون دمياشتې راهسې دضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دي اؤ پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د٣٥٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي دي.

پاکستان پخپله خاوره دډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ، بشري حقونو اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي بيا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG