لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا او چين د سائبرکرائم د مخنيوي په خبره اتفاق کړی


د جمعې په ورځ د صدر شي ژين پينګ سپينې ماڼۍ ته په رسېدو تود هرکلی شوی او د ۲۱ توپو سلامي ورته ورکړی شوې ده .
د جمعې په ورځ د صدر شي ژين پينګ سپينې ماڼۍ ته په رسېدو تود هرکلی شوی او د ۲۱ توپو سلامي ورته ورکړی شوې ده .

امريکا او چين د تجارتي رازونو او پوهې په لړ کې د سائبرکرائم يا غلا د مخنيوي او د دغې غلا کوؤنکو ته د مرستو نه ورکولو په خبره اتفاق کړی دی .

د جمعې په ورځ سپينه ماڼۍ کې د ليدو نه پس د امريکې صدر باراک اوباما او د چين صدر شي ژين پينګ په ګډه يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ، چې دواړو ملکونو د يو بل د سائبرجاسوسۍ د مخنيوي دپاره د ګامونو پورته کولو او د انټرنېټ د لارې د تجارتي راز نه غلا کولو په خبره اتفاق کړی دی .

خبري غونډې ته په وينا کې صدر اوباما ووئيل دواړه فريقه په دې خبر دي چې ترمينځ يې اختلافات موجود دي خو د دې باوجود هغويې په ځينو ماملاتو کې په مرستو زياتولو اتفاق کړی دی .

د چين د صدر شي ژين پينګ چې دا د امريکې لمړۍ دوره ده ، او د هغه د دغه دورې په مهال دا هيله څرګندېدله چې د امريکې صدر به د چين لخوا د امريکې د سائبر جاسوسۍ او د امريکې د کمپنيانو د تجارتي رازونو په مبينه توګه د غلا خبر راپورته کوي .

د جمعې په ورځ خپل چيني سيال سره د خبرو په مهال د امريکې صدر باراک اوباما ووئيل چې د چين صدر ته يې امريکايي کمپنيانو او خلکو ته د راپېښو سائبرخطرو ذکر کړی او ورته يې وئيلي يي دي چې دا سلسله دې په فوري توګه بند کړی شي .

د سپيني ماڼۍ د چارواکو وينا ده چې دواړو مشرانو د سائبر سيکيورټۍ سره اړونده ماملاتو دپاره د پوهه کسانو د يوې ډلې جوړولو پرېکړه کړې ده ، او دغه ډله يا ګروپ به په کال کې دوه ځله غونډې کوي .

دواړو مشرانو د سائبرکرائم يا جرمونو د مخنيوي دپاره هم د يوې اعلی کچې ډلې د جوړولو منظوري ورکړې او د هغې لمړۍ غونډه به په راتلونکو درې مياشتو کې راغوښتی شي .

له دې وړاندې د جمعې په ورځ د صدر شي ژين پينګ سپينې ماڼۍ ته په رسېدو تود هرکلی شوی او د ۲۱ توپو سلامي ورته ورکړی شوې ده .

د دواړو مشرانو د ليدو نه پس په جاري شوې يوه ګډه اعلاميه کې وئيل شوي چې دواړو ملکونو د ګرين هاؤس ګېسونو په خارجېدو کې په کمي، پوځي هاټ لائن جوړولو او ځينې نورو خبرو باندې هم اتفاق کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG