لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحیل:افغانستان کې امن دپاره د جوړجاړي عمل زیات ضروري دي


جنرال راحیل وویل پاکستان د ترهګرۍ خلاف جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي دي
جنرال راحیل وویل پاکستان د ترهګرۍ خلاف جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي دي

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف وئیلي افغانستان کې د دائمي امن دپاره د جوړجاړي عمل ضروري دی اؤ کله چې افغانستان کې امن راشي نو د سیمې د هیوادونو ترمینځ به هم اړیکې غوره اؤ سیوا شي.

جنرال راحیل دغه څرګندؤنې د جرمني په میونخ ښار کې سینټ کام ایشیا امنیتي کانفرنس ته د وینا په مهال کړي دي .

د پوځ سرلښکر وویل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي دي اؤ غواړي سیمه په پشپړ ډول د ترهګرۍ څخه پاکه وي.

پوځي سرلښکر وویل د ضرب عضب په نوم روانو عملیاتو کې ترهګرو ته درانه زیانونه اوښتي خو ددغو عملیاتو د څخه د زیاتو لاسته راوړنو دپاره ضروري ده چې د پاکستان اؤ افغانستان ګډه پوله محفوظه کړل شي.

جنرال راحیل شریف دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دافغانستان چیف ایګزیکټیو عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خطاب په وخت پاکستان د سختو نیوکو لاندې نیولی اؤ وئیلي یې دي ترهګر د پاکستان د پولو څخه افغانستان ته وراوړي اؤ په بریدونو کولو سره افغانستان بې ثباته کول غواړي.

ډاکټرعبدالله عبدالله په پاکستان دا غږ هم کړی چې د ترهګرو په د ګامونو اخستو په اړوند باید خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې څو میاشتې وړاندې یې افغان حکومت سره کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG