لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف به اوباما دافغان سولې دعمل څخه خبروي،راپور

 دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ديوې سرچينې له خُلې وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف به دخپل دغه سفر په مهال دامريکا صدر براک اوباما دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو پيل کولو لړ کې دپاکستان له لوري دشوؤ هلو ځلو څخه خبروي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دجمعې په ورځ ددغه هيواد وزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ دهيواد په داخلي امنيتي چارو اؤ افغانستان سره دلگيدلې پولې په وضعيت يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دسرچينو وينا ده چې ددغه ليدنې په مهال افغانستان کې دسلامتۍ په صورتحال اؤ په پاکستان ددې دکيدونکو ممکنه اغيزو، قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو، کراچۍ کې دمجرمانو اؤ ورانکارو په ضد په روانې کارروايۍ اؤ راتلونکې اوونۍ کې امريکا ته دوزيراعظم دسفر په ايجنډا خبرې شوي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ديوې سرچينې له خُلې وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف به دخپل دغه سفر په مهال دامريکا صدر براک اوباما دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو اترو پيل کولو لړ کې دپاکستان له لوري دشوؤ هلو ځلو څخه خبروي.

راپور کې وئيل شوي دي چې دپاکستان له لوري( افغانستان کې) دسولې دعمل په اړه اخستل کيدونکو گامونو کې امريکا خوښي لري.

دسرچينو وينا ده چې دنننۍ غونډې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره ورځ دراولپينډۍ په جي ايچ کيو کې ترسره شوې دکورکمانډرانو دغونډې په اړه هم خبر کړى دى.

تيره ورځ ترسره شوې دپوځي کمانډرانو غونډه کې افغانستان سره دلگيدلې گډې پولې په امنيت غور شوى ؤ اؤ پوځ وئيلي يې وؤ چې دترهه گرۍ په ضد روان عمليات به هيواد څخه دوروستي ترهه گر تر خاتمې پورې روان وي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د افغانستان په کندوز ولايت د طالبانو د حملې څخه وروستو دافغانستان ميډيا د امنيتي چارواکو له خُلې دعوه کړې وه چې طالبانو د کندوز څخه ځينې پاکستاني جنرالان په تابوتونو کې ويستي دي خو د پاکستان پوځ ددغو خبرونو ترديد کړى اؤ دغه دعوې يې بې اساسه گرځولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG