لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي پوځ د ابوبکرالبغدادي کاروان په هدف کولو ادعا کړې


په بيان کې ادعا شوې چې البغدادي د خپلو ملګرو سره د کاروان په شکل کې د عراق کربلا ښار ته روان ؤ او هلته يې د داعش د کمانډرانو سره غونډه کوله .
په بيان کې ادعا شوې چې البغدادي د خپلو ملګرو سره د کاروان په شکل کې د عراق کربلا ښار ته روان ؤ او هلته يې د داعش د کمانډرانو سره غونډه کوله .

عراقي پوځ ادعا کړې چې د شام سره په پوله پرته لوئيديزه صوبه انبار کې يې په فضايي بريد کې د دولت اسلاميه( داعش) ډلې مشر ابوبکرالبغدادي کاروان په هدف کړی دی .

د عراقي پوځ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د عراق فضائي جنګي الوتکو " د ترهګر ابوبکر البغدادي کاروان د شام پولې ته نزدې په هدف کړی دی " .

په بيان کې ادعا شوې چې البغدادي د خپلو ملګرو سره د کاروان په شکل کې د عراق کربلا ښار ته روان ؤ او هلته يې د داعش د کمانډرانو سره غونډه کوله .

راپورونه وايي د عراق فضائي پوځ په هغه ځايې هم بمباري کړې چرته چې غونډه کېدله ، او د بيان ترمخه د داعش يو شمېر مشران پکې وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي .

د عراق پوځ وئيلي د حملې نه پس ابوبکرالبغدادي په يو ګاډي کې د پېښې د موقعې نه نامعلومه ځايې ته منتقل کړی شوی، خو په حمله کې د هغه د وژنې يا ژوبلېدو پخلی نه دی شوی .

د داعش په ضد د جوړ اتحاد امريکايي وياند کرنل سټيو وارن وئيلي ، امريکايي چارواکي د عراق لخوا د البغدادي په بيان خبر دي خو د پخلی په اړه ورته کوم خبر نه دی مېلاؤ شوی .

عراقي پوځ له دې وړاندې هم په فضايي حملو کې د البغدادي د وژل کېدو يا ژوبلېد ادعاوې کړي د کومو چې پخلی نه دی شوی يا يې تُندلارو رد کړی وي .

داعش تېر کال د شام او عراق په سُني اکثريتي علاقو باندې قبضه کړې، خپل خلافت يې پکې قائم کړی او ابوبکرالبغدادي يې خليفه ټاکلی دی .

د امريکې او اتحاديانو لخوا يې په دواړو ملکونو عراق او شام کې د داعش په ضد د څو مياشتو راهسې فضايي عمليات دوام لري او د عراق او کرد پوځ لخوا د هغويې په ضد ځمکنې عمليات هم کيږي ولې داعش سره اوس هم د شام او عراق يو شمېر علاقې په ولقه کې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG