لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډاولسن دپاکستان او افغانستان دپاره د امريکې نوی ځانګړی استازی


رچرډاولسن تېر درې کاله په پاکستان کې د امريکې سفير پاتې شوی دی .
رچرډاولسن تېر درې کاله په پاکستان کې د امريکې سفير پاتې شوی دی .

د امريکې لخوا رچرډاولسن د پاکستان او افغانستان دپاره نوی ځانګړی استازی ټاکل شوی څوک چې به د نومبر په مياشت کې دغه چوکۍ سمبالوي .

د امريکې د محکمه خارجه لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې سفير رچرډاولسن د نومبر په ۱۷م نېټه د ځانګړي استازي دنده پېل کوي او په پاکستان کې د امريکې د سفير د دندې پوره کولو نه پس نوې زمه وارۍ سمبالوي .

د محکمه خارجه لخوا وئيل شوي چې د پخواني ځانګړي استازي په شان به رچرډاولسن هم د امريکا د قامي سلامتۍ د گټو د ملاتړ او پاليسيانو او پروګرامونو د عملي کولو زمه وار وي ، کوم چې د افغانستان او پاکستان د پرمختګ، ودې او خوشحالۍ سبب ګرځي .

بيان کې وئيل شوي چې اولسن د خپلې زمه وارۍ نه بالاتر د افغانستان او پاکستان نه علاوه د نورو ځايونو په اړه تجربه لري ، او په تېر درې کاله موده کې هغه په پاکستان کې د امريکې سفير پاتې شوی دی .

اسلام اباد کې د سفير د چوکۍ سمبالولو نه وړاندې اولسن د کال ۲۰۱۱م نه تر ۲۰۱۲م پورې په افغانستان کې د امريکا په سفارتخانه کې د پرمختيايي او معاشي امورو د رابطه کار دنده ترسره کړې او په دغه موده کې هغه د افغان حکومت سره د مرستو په لړ کې د ټولو غېر پوځي پرواګروامونو مشري کړې ده .

نوموړی د کال ۲۰۰۸م تر کال ۲۰۱۱م پورې په متحده عرب اماراتو کې د امريکې سفير پاتې شوی ، هغه د محکمه خارجه سينئرغړی او د کال ۱۹۸۲م نه د دغه محکمې سره اړونده پاتې شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG