لاس رسیدونکی لینک

 
پیښور:د ترهګرو 18 همکاران درنو پیسو اؤ سرو زرو سره نیول شوي
تازه خبر

پیښور:د ترهګرو 18 همکاران درنو پیسو اؤ سرو زرو سره نیول شوي


ایف سي وايي نیول شوي کسان د تورخم په پوله را اوښتي وؤ
ایف سي وايي نیول شوي کسان د تورخم په پوله را اوښتي وؤ

د پاکستان د ملیشې یا ایف سی ځواکونه وایي په خیبرپښتونخوا صوبه کې یې د ترهګرو داسې 18 همکاران نیولي چې ورڅخه په لویه پیمانه پیسې، سره اؤ سپین زر برامد شوي دي.
د خالي په ورځ د ایف سي ویاند پخپل یو بیان کې وئیلي د ترهګرو دغه همکاران د تورخم په پوله پاکستان ته را اوښتي وؤ چې ورسره شپږنیم کروړه پاکستانۍ اؤ بهرنۍ پیسې، 2500 ګرام سره اؤ 1500 ګرامه سپین زر هم وؤ
ویاند وایي د ترهګرو دغو همکارانو غوښتل دغه پیسې، سره اؤ سپین زر د ورانکارۍ د غرضونو دپاره ترهګرو ته ورکړي اؤ یا پرې هم د هغوئ دپاره وسلې واخلي خو د هغوئ د قبضې څخه دغه ټولې پیسې، سره اؤ سپین زر امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي .
ویاند زیاته کړې په نیول شوؤ پیسو کې ډالرې، ریالونه اؤ دینار شامل دي.
هغه وایي د ترهګرو دغه همکاران د قومي ایکشن پلان په اساس ترسره شوؤ عملیاتو کې د تیرو دریوؤ ورځ په مهال نیول شوي چې د زیاترو تعلق پکې د خیبرپښتونخوا صوبې سره دی.
د ایف سي د ویاند له لوري په جاري شوي دغه بیان کې دا سپیناوی نه دی شوی چې دنیول شوؤ کسانو تعلق د کومې ترهګرې ډلې سره دی خو دومره یې ضرور وئیلي چې دغه ټول کسان د افغانستان په پوله پاکستان ته را اوښتي وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومتي اؤ امنیتي مشران کلکې دعوې کوي چې افغانستان سره په لګیدلې پوله یې د شکمنو خلکو په تګ راتګ جوخت نظر ساتلی.
په عین حال کې د پيښور پولیسو هم دعوه کړې چې هغوئ د ناچله ګرځول شوې تندره ډلې حزب التحریر هاغه څلور غړي نیولي چې خلک یې تندلاریتوب طرفته مائله کول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG