د افغانستان د هلمند صوبې په نادعلي اولسوالۍ (ضلع ) د افغان امنيتي ځواکونو ترمينځ جګړه روانه ده ، چې پکې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله هم اوختې ده . بل لور ته طالبانو په فارياب کې د غورماچ ضلع نيولې ده .
د هلمند د ولايتي چارواکو په وينا وسله والو طالبانو نن سهار وختي د نادعلي او لښکرګاه ښارترمينځ د باباجي او لويې مانده په سيمو کې د پوليسو په پوستو بريدونه کړي او په سميه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمينځ توده جګړه روانه ده .
د هلمند د پوليس مشر پاسوال نبي جان ملاخېل وايس اف امريکا ته د جګړې خبر تائيد کړی او وئيلي يي دي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړول شوې خو کره شمېره يې نه ده ښکاره کړې ، پژواک خبري اداره په جګړه کې د پاسوال د قوله د خواؤشا ۲۰طالبانو د وژنې خبر خپور کړی دی .
راپورونه د يوې بلې حکومتي سرچېنې لخوا وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمينځ جګړه کې ۱۰ پوليس هم وژل شوي دي .
راپورونه وايي چې د باباجي د سيمې په نښتو کې پوليسو دوه پوستې دلاسه ورکړي دي ، او د ځايې خلکو په وينا په سيمه کې الوتکو هم بمباري کړې او ډزو درانه اوازونه اورېدل کيږي .
خپله وسله والو طالبانو د باباجي په سيمه کې د جګړې په مهال د ۶ پوستو د نيولو او ۳۹ افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده ، او طالبانو ته د اوختي زيان په اړه يې څه نه دي وئيلي .
بل لور ته په فارياب صوبه کي د افغان امنيتي چارواکو په وينا تېره شپه وسله والو طالبانو د غورماچ ضلع نيولې ده .
چارواکو وئيلي غورماچ ضلع باندې تېره شپه ناوخته جګړه پېل شوې وه او بيا د طالبانو لاسو ته ورغلې ده . راپورونه وايي طالبانو د پوليس مرکز هم سوځولی دی .
راپورونه وايي د غورماچ په جګړه کې امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوختې چې کره شمېره يې لا مخې ته نه ده راغلې .