لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: د شيوسينا غړي د هندکرکټ بورډ په دفتر ورختلي


راپورونه وايي چې د پي سي بي چيئرمېن د شوسينا د غړو په دفتر د ورختو په وخت لا هلته نه ؤ رسېدلی .
راپورونه وايي چې د پي سي بي چيئرمېن د شوسينا د غړو په دفتر د ورختو په وخت لا هلته نه ؤ رسېدلی .

په هند کې د هندو نواز شيوسينا ډلې غړي په داسې مهال د هندکرکټ بورډ (بي سي سي ائي ) په دفتر ورختلي چې لږ شيبه پس د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) او بي سي سي ائي د مشرانو ليدنه ټاکل شوې وه .

د پاکستان سرکاري ميډيا وئيلي چې نن د ګل په ورځ د شيوسينا غړي د بي سي سي ائ په دفتر په داسې مهال ورختلي چې په دفتر کې د پي سي بي د چيئرمېن شهريارخان او د هندي سيال شاشنک منوهر سره ليدنه روانه وه ، او د دواړو ملکونو ترمينځ د دسمبر په مياشت کې د کرکټ سيريزپه اړه خبرې کېدې .

خو راپورونه وايي چې د پي سي بي چيئرمېن د شوسينا د غړو په دفتر د ورختو په وخت لا هلته نه ؤ رسېدلی .

سرکاري ميډيا د شيوسينا په دفتر د ورختو نه پس د دغه ليدنې د ځنډېدو وئيلي دي خو د ليدنې په باقاعده توګه د منسوخ کېدو څه نه دي وئيل شوي .

راپورونه وايي د شيوسينا پلويان په ممبۍ کې د وانکهېړی په کرکټ مېدان کې د هند کرکټ بورډ دفتر ته په زور ورننوتي او د پي سي بي د چيئرمېن شهريارخان او د ايګزيکټيو کميټۍ د چيئرمېن نجم د بيرته واپس تګ نعرې يې وهلې .

د پي سي بي چيئرمېن شهريارخان مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي د بي سي سي ائي په بلنه هند ته راغلي يو .

د شوسينا د پلويانو په دفتر د ورننوتو د پېښې ويډيو په ټي وي چېنلو ښکاره کړی شوې او په سوشل ميډيا يې عکسونه خپاره شوي دي .

د بي سي سي ائي لخوا د شيوسينا د غړو په دفتر د ورختو په اړه کوم بيان نه دی جاري شوی .

راپورونه وايي په دوبۍ کې د کرکټ نړيوال کونسل (ائي سي سي) مشر ډېوډ رچرډسن په دغه پېښه افسوس څرګند کړی او وئيلي دي د کرکټ د ودې دپاره ملکونو له يو بل سره مرستې پکار دي .

د هند شيوسينا د مهاراشټرا رياست په واک کې شامله ډله ده ، او تېره اوونۍ هم داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د شوسينا غړو په سدهيندرا کلکرني باندې بريد کړی ؤ چا چې د پاکستان د پخواني خارجه وزير خورشيد محمود قصوري د کتاب د مخ کتنې انتظام جوړ کړی ؤ .

د شيوسينا لخوا وړاندې هم پاکستاني لوبغاړو ته داسې ګواښونه شوي چې د هند سره ونه لوبيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG