د پاکستان بلوچستان صوبې په کچهي ضلع کې د يوې امام باړې مخې ته شوې په ځانمرګي چاؤدنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي .
د سرکاري ميډيا ترمخه د کچهي ضلعې په باغ علاقه کې د چهلګړۍ په امام باړه باندې ځانمرګي بريد کې لس کسان وژل شوي دي ، او ژوبل کسان نزدې روغتون ته روسولي چې پکې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی .
د کوئټې نه په ۳۰۰ کلوميټرلرې پرته علاقه کې شوې ځانمرګي بريد کې د صوبې داخله وزير سرفرازبګټي هم د ۱۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
چارواکي وايي د پېښې نه پس امنيتي سرتيري سيمې ته رسېدلي او پوليس وئيلي چې ځانمرګي د امام باړې مخې ته ځان الوزولی دی .
څلور ورځې وړاندې هم د بلوچستان سرښار کوئتې په سرياب روډ باندې د مسافرو په بس يوه چاؤدنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او د ۲۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .
د صوبې اعلا وزير عبدالمالک بلوچ د پېښې غندنه کړې او وئيلي يي دي په خپله د حالاتو جائزه اخلي .
بلوچستان کې چې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي ، اوتازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې چارواکي وايي په صوبه کې د محرم په مهال کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي .