د پاکستان جنوبې صوبې سندهـ په جېکب اباد ښار کې د نهم محرم په ماتمي جلوس کې بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې د وژل شوؤ کسانو شمېره ۲۳ ته رسېدلې ده او پېښه کې په درځنونو کسان ژوبل شوي دي .
د بلوچستان صوبې سره نزدې پروت د سندهـ صوبې په جېکب اباد ښار کې په ماتمي جلوس کې د جمعې په ماښام شوې بمي چاؤدنه کې د وژل شوؤ شمېره ۲۳ ته رسېدلې چې پکې ماشومان هم شامل دي ، پېښه کې د مړو پخلی صوبايي وزير ممتازجهاکراني مطبوعاتو سره په خبرو کې کړی دی .
نوموړي وئيلي پېښه د پوليس د غفلت له وجې رامنځته شوې ځکه چې دويې ته د وړاندې نه دغه ډول اطلاع وه او د پېښې به پلټنې کولی شي .
د چارواکو په وينا پېښه کې ژوبل شوي کسان د جېکب اباد روغتون نه علاوه د صوبې نورو نزدې هسپتالونو ته وړل شوي دي ، چې پکې د يو شمېر روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی .
د جېکب اباد د روغتون يو چارواکي مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي چې څو ژوبل کسان يې د درملنې نه پس بيرته لېږلي دي او نوموړي د ټولو ژوبل شوؤ شمېره نه ده ښودلې .
د جېکب اباد د پوليس مشر اېس اېس پي ظفرملک وئيلي داسې ښکاري چې دا ځانمرګی بريد وي .
" مونږ ته چې د موقعې نه کوم شواهد مېلاؤ شوي د هغې نه په نظر راځي چې دا ځانمرګی بريد دی نوموړي زياته د موقعې نه ورته بغېر د سر نه يوه تنه او تماچه هم مېلاؤ شوې او د هغې هم پلټنې پېل کړی شوي دي . د هغې نه به هم د چاؤدنې نوعيت معلوم شي ".
د چاروداکو په وينا د پېښې نه پس د سندهـ او بلوچستان صوبې په پوله کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د صوبې اعلا وزير قائم علي شاه وئيلي د بلوچستان نه صوبې ته راتلونکې لارې دې په خصوصي توګه په نظر کې وساتل شي .
د زيارت په ورځ د بلوچستان صوبې په کچهې سيمه کې د يوې امام باړې مخې ته بمي چاؤدنه شوې وه ، چې په نتيجه کې يې ۱۰ کسان وژل شوي وو .
جېکب اباد ښار کې په ماتمي جلوس دغه بمي چاؤدنه په داسې مهال شوې چې په صوبه کې چارواکو د محرم د نهمې او لسمې د ماتمي مجلسونو او جلوسونو دپاره د کلک امنيتي ګامونو پورته کولو وئيلي دي ، او د جمعې په ورځ کراچۍ ښار کې د موبائيل ټيليفون د سروس سره د وائرلس انټرنېټ سروس هم بند کړی شوی ؤ .
د صوبې اعلا وزير د دغه پېښې د رپورټ طلب کولو ترڅنګ امنيتي چارواکو ته د نور چمتو کېدو هدايات جاري کړي دي چې په ټوله صوبه کې دې د محرم د لسمې (عاشورې) دپاره نور کلک حفاظتي ګامونه پورته کړی شي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي په کراچۍ ښار کې به نن د عاشورې په مهال هم د سحراته بجو نه تر ماسخوتن ۱۰ بجو پورې د موبائيل سروس سره وائرليس انټرنېټ هم بندولی شي .