لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان خپلې دويمې ښځې ريحام خان له هم طلاق ورکړی


د پي ټي ائي وياند نعيم الحق مطبوعاتو سره په خبرو کې پخلی کړی چې عمران خان او ريحام خان په رضا باندې د طلاق فيصله کړې ده .

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې مشر او پخواني کرکټر عمران خان خپلې دويمې ښځې ريحام خان له طلاق ورکړو . د دواړو واده ۱۰ مياشتې وړاندې شوی ؤ .

ريحام خان په خپل ټويټر باندې پېغام ورکړی چې مونږ د لارې بيليدو فيصله کړې او د طلاق دپاره کاغذونه جمع کوؤ .

او عمران خان په ټويټر باندې وئيلي چې زما او د ريحام د کورنو دپاره دا دردمند وخت دی او نوموړي خواست کړی چې زه ټولو ته وئيل غواړم چې زمونږ د راز احترام وکړي .

د پي ټي ائي وياند نعيم الحق مطبوعاتو سره په خبرو کې پخلی کړی چې عمران خان او ريحام خان په رضا باندې د طلاق فيصله کړې ده .

د پي ټي ائي د مشر او پخواني کرکټر عمران خان او ريحام خان چې خبرياله ده ، د دواړو د طلاق په اړه د يوې مياشتې راهسې په ځايي ميډيا ګنګوسې خپرېدې ، خو د پي ټي ائي لخوا په دغو خبرونو کومه تبصره نه کېده .

ځايي ميډيا د عمران د يوې نزدې سرچينې لخوا وئيلي چې ريحام په سياست کې برخه اخيستل غوښتل او عمران دغه رنګ نه غوښته چې هغه دې سياست ته راشي ، او ريحام په کور کې کښېناستل نه غوښتل .

دوه مياشتې عمران خان په ريحام خان باندې بندېز لګولی ؤ چې د پي ټي ائي په کومو دستورو کې به ګډون نه کوي ، او نه به هغې ته په پارټۍ کې کومه چوکۍ ورکولی شي .

عمران خان له دې وړاندې د برطانيي د جمائما سره واده کړی ؤ ، چې د هغې نه يي دوه زامن هم دي ولې نزدې لس کاله وړاندې بيا د دواړو په مينځ کې طلاق وشو .

ريحام خان چې مور پلار يي پاکستاني دي په ليبيا کې زېږېدلې ، هغې هم له دې وړاندې واده کړی او د لمړي خاوند نه درې بچي دي .

د عمران او ريحام په طلاق باندې د پاکستان د ځايي ميډيا سره په سوشل ميډيا او ټويټر باندې تودې خبرې رواني دي ، او خلک پرې رنګ رنګ تبصرې کوي .

د عمران خان د برطانيې د جمائمې سره واده نهه کاله د برقرار پاتې کېدو وروستو مات شوی او د عمران او ريحام واده يواځې لس مياشتې پس مات شو .

XS
SM
MD
LG