لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​د ای پي اېس په بريد کې مشکوک نيول شوی تن خوشی کړی شوی


مشکوک نيول شوی تن تېره ورځ د اټلي پوليسو د اسلام اباد په هوايي ډګر پاکستاني چارواکو ته حواله کړی ؤ.
مشکوک نيول شوی تن تېره ورځ د اټلي پوليسو د اسلام اباد په هوايي ډګر پاکستاني چارواکو ته حواله کړی ؤ.

د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد په تور کې د اټلي نه نيول شوی مشکوک نيول شوی تن د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ائي ای خوشی کړی دی .

تېره ورځ په ځايي مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي وو ، چې د ارمي پبلک سکول د ترهګريز بريد په تور کې د اټلي نه يو مشکوک پاکستانی تن نيول شوی او د اټلي پوليسو تېره ورځ د اسلام اباد په نړيوال هوائي ډګر (بينظيربهټو انټر نيشنل ائيرپورټ ) باندې پاکستاني چارواکو ته حوالی کړی ؤ .

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپل يو راپور کې د اېف ائي ای د ډائريکټرانعام غني د خلې ليکي چې د خېبرپښتونخوا صوبې سره تعلق لرونکی عثمان غني د مذهبي تُندرؤ سره د اړيکو په تور کې نيول شوی او د اسلام اباد په هوايي ډګر د اټلي چارواکي دويې ته حواله کړی ؤ .

د عثمان غني تعلق د خېبرپشښتونخوا صوبې د صوابۍ سيمې سره ښکاره کړی شوی ؤ .

د اېف ائي ای ډائريکټر وئيلي ، عثمان غني اېف ائي ای يا بلې کومې قانون نافذؤنکې ته په کوم جرم کې نه ؤ مطلوب ځکه هغه خوشی کړی شوی دی .

ارمي پبلک سکول باندې تېر کال د دسمبر په مياشت کې ترهګريز بريد شوی چې پکې د ۱۳۵ ماشومانو په ګډون د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي وو، تحريک طالبان پاکستان د دغه حملې زمه واري قبوله کړې وه.

تېر کال د دسبمر په ۱۶م نېټه په سکول د بريد نه پس د فرورۍ په مياشت کې د پوځ وياند مېجرجنرال عاصم سليم باجوه وئيلي ؤ چې د ارمي پبلک سکول په بريد کې ککړ د شپږو نه علاوه اته نور ترهګر وژل شوي يا نيول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG