لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه: مسافر رېل ګاډي باندې چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي


رېل ګاډي جعفراېکسپريس باندې له دې وړاندې هم بمي چاؤدنې او د راکټي بريدونو سره ډزې هم شوي دي
رېل ګاډي جعفراېکسپريس باندې له دې وړاندې هم بمي چاؤدنې او د راکټي بريدونو سره ډزې هم شوي دي

د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې په پټړۍ روان د مسافرو په رېل ګاډي جعفراېکپرېس باندې د بارودي موادو چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې څلور کسان وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا د مسافرو په رېل ګاډي جعفراېکپرېس باندې د بارودي موادو چاؤدنه نن د اتوار په ورځ په داسې مهال شوې چې رېل ګاډی د کويټې نه راولپنډۍ ته روان ؤ ، او د مستونګ ضلعې په دشت سيمه کې پرې بارودي مواد چاؤل شوي دي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې ريل ګاډي ته په پټرۍ بارودي مواد اېښودل شوي وو او د چاؤدېدو له امله يې يوې ډبې ته زيان اوختی او مرګ ژوبلې يې اړولي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د کوئتې سېول او بولان روغتونونو ته وړل شوي دي .

د بم ډسپوزل سکوارډ چارواکو وئيلي چاؤدنه کې د اته کلو پورې بارودي مواد کارول شوي او په ريمورټ ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده .

د چارواکو په وينا سېمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او پلټنې يې پېل کړي دي .

رېل ګاډي جعفراېکسپريس باندې له دې وړاندې هم بمي چاؤدنې او د راکټي بريدونو سره ډزې هم شوي دي ، چې په نتيجه کې يې د مرګ ژوبلو پېښې رامنځته شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG