لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروسي الوتکې دراغورځيدو پيښه کې دترهه گرۍ امکان دى،امريکائي چارواکي


يو امريکائي چارواکي ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې دترلاسه شوؤ مواصلاتي معلوماتو څخه ددې خبرې اشاره ترلاسه کيږي چې تندروه ډله داعش ددې پيښې ذمه واره ده.
يو امريکائي چارواکي ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې دترلاسه شوؤ مواصلاتي معلوماتو څخه ددې خبرې اشاره ترلاسه کيږي چې تندروه ډله داعش ددې پيښې ذمه واره ده.

امريکائي اؤ برطانوي چارواکو ميډيا ته وئيلي دي ددې خبرې غالب امکان موجود دى چې دمصر سينا جزيره کې ديو بم له لارې روسي دمسافرو الوتکه راغورځول شو وي، الوتکه کې ناست ټول ٢٢٤ کسان وژل شوي وؤ.

يو امريکائي چارواکي ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې دترلاسه شوؤ مواصلاتي معلوماتو څخه ددې خبرې اشاره ترلاسه کيږي چې تندروه ډله داعش ددې پيښې ذمه واره ده.

ددې خبرې معلومولو لپاره چې ايا دغه الوتکه دترهه گريزگام په نتيجه کې خو نۀ ده راغورځيدلې، ماهران دجهاز دملبې جاج اخلي.

دځينو اطلاعاتو ترمخه دمړو دجاج اخستو څخه معلومه شوې ده چې پکې دځينو بدنونو کې داوسپنې ذرې دي، ماهرانو ته ددغه الوتکې بليک باکس اؤ فلا ئټ ريکارډ دواړه ترلاسه شوي دي.

داعش ددغه پيښې ذمه واري قبوله کړې ده خو تر دې مهاله دخپلې دغه دعوې دثابتولو لپاره يې کوم ثبوتونه نۀ دي وړاندې کړي.

دمصر صدر عبدالفتاح السيسي دداعش دعوې پروپيگنډا اؤ دمصر سلامتۍ اؤ ثبات ته دزيان رسولو هڅه گرځولې اؤ دا يې رد کړي دي.

څيړونکي وائي دداعش له لوري الوتکه کې چاؤدنه کول داندازې څخه بهر خبره نۀ ده ځکه چې هغوي له دې وړاندې هم اسان هدفونه په نخښه کړي دي.

برطانيه کې وزيراعظم ډيوډ کيمرون يو بيان کې وئيلي دي که هر څو پلټنې روانې دي اؤ مونږ په سپينو ټکو کې نۀ شو وئيلى چې روسي الوتکه ولې پريوتې خو دنورو معلوماتو مخې ته دراتللو څخخه وروستو مونږ انديښنه لرو چې الوتکه دکومو چاؤديدونکو موادو په ذريعه رانسکوره کړل شوې ده

دخالي په ورځ دروس دميټروجيټ ائر لا ئن الوتکې دمصر دسيلگرۍ مقام شرم الشيخ څخه دروس سينټ پيټرزبرگ لپاره الوت کړى ؤ خو دالوت څخه لږ ساعت وروستو دغه الوتکه دراډار څخه ورکه شوې وه.

دبرطانيې دهوابازۍ ماهران شرم الشيخ ائيرپورټ ته رسيدلي ترڅو دغلته دسلامتۍ دصورتحال جاج واخلي اؤ له دې وروستو به دبرطانيې الوتکو ته سيمې څخه دالوت اجازه ورکولى شي.

دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ دشورو په ورځ وئيلي دي چې دامريکا کوم ائرلا ئين په سينا جزيره الوت نۀ کوي اؤ دامريکا دفضائي تحفظ ماهرانو څو مياشتې دمخه کمرشل ائير لا ئنونو ته خبردارى ورکړى ؤ چې په سينا جزيره دتندلاريتوب ممکنه خطره موجود ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG