لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ دطاقتورو شخصياتو فهرست کې پيوټن لمړي سر کې دى،فوربز


 سږکال هم پوپ فرانسس دزيات طاقتور شخصيت په توگه پخپل څلورم مقام برقراره دى اؤ دچين صدر شي جنگ پنگ په پينځم نمبر دى، تيرکال شي جنگپنگ په دريم نمبر ؤ.
سږکال هم پوپ فرانسس دزيات طاقتور شخصيت په توگه پخپل څلورم مقام برقراره دى اؤ دچين صدر شي جنگ پنگ په پينځم نمبر دى، تيرکال شي جنگپنگ په دريم نمبر ؤ.

دامريکا کاروباري جريدې فوربز ٢٠١٥م لپاره دنړۍ د٧٣ زياتو طاقتورو کسانو فهرست جاري کړى چې پکې روسي صدر ولاديمير پيوټن دټولو پسر کې دى،صدرپيوټن پرله پسې په دريم ځل دغه فهرست کې دټولو څخه وړاندې دى.

فهرست کې په دوهم نمبر دجرمني چانسلرا انگيلا مرخيل ده اؤ صدر براک اوباما سږکال دغه فهرست کې په دريم نمبر دى، فوربز خپل بيان کې وئيلي دي په لمړي ځل کوم داقتدار واگې لاس کې لرونکى امريکائي صدر دغه فهرست کې په لمړي يا دوهم نمبر نۀ دى.

سږکال هم پوپ فرانسس دزيات طاقتور شخصيت په توگه پخپل څلورم مقام برقراره دى اؤ دچين صدر شي جنگ پنگ په پينځم نمبر دى، تيرکال شي جنگپنگ په دريم نمبر ؤ.

زياتو طاقتورو لسو کسانو کې راتلونکى نمبر دبل گيټس دى اؤ له دې وروستو دامريکا دفيډرل ريزرو مشر جينيټ ييلن دى، دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون په ٨م اؤ هندي وزيراعظم نريندر مودي په ٩م نمبر دى.

دتيرکال په پرتله سږکال دمودي مقام کې شپږ چنده اضافه شوې ده اؤ داسې په لمړي ځل شوي چې هغه دنړۍ لمړو لسو زياتو طاقتورو کسانو کې شامل شوى دى.

لسم نمبر دگوگل دشريک باني ليري پيج دى څوک چې دا مهال دايلفابيټ کمپنۍ مشر دى.

سږکال جاري شوي فهرست کې دلسو نومونو هم اضافه شوې ده چې پکې دسعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود په ١٤م نمبر دى.

امريکا کې صدارتي زغل کې شريکه هيلري کلنټن دغه فهرست کې په ٥٨م نمبر ته بيرته راغلې،٢٠١١م کې هغه په ١٦م نمبر وه، نوؤ راغلو کسانو کې دکينيډا وزيراعظم جسټن ټروډو( په ٦٩م نمبر) اؤ امريکا کې دصدارتي انتخاباتو لپاره اميدوار ډونلډ ټرمپ (٧٢م نمبر باندې) شامل دي.

دې فهرست کې دشاملو ٣٠ؤ کسانو تعلق امريکا سره دى، دچين څخه پکې ٨، جاپان اؤ روس څخه څلور،څلور، هند اؤ فرانس څخه درې ، درې اؤ هانگ کانگ څخه يو تن شامل دى، زياتو طاقتورو کسانو کې ٩ ښځې هم شاملې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG