د افغانستان په زابل صوبه کې د تېرو درېو ورځو راهسې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمينځ جګړه روانه ده چې په نتيجه کې يې تراوسه پورې دواړو خواؤ ته د ۱۰۰ نه کسان وژل شوي دي .
د افغانستان د پژواک خبري ادارې ترمخه دغه جګړه درې ورځې وړاندې د زابل په ارغنداب ضلع کې د ملااختر منصور په مشرۍ د طالبانو او د ملادادالله په مشرۍ د يوې بلې جدا شوې ډلې چې پکې ازبک داعش جنګيالي هم شامل دي ، د دويې ترمينځ پېل شوې ده .
خبري اداره د چارواکو د خلې وايي چې دغه جګړه د ارغنداب نه وروستو د خاک افغان او دايي چوپان ضلعو ته غځېدلې ده .
چارواکو وئيلي په جګړه کې دواړو خواؤ ته په لسګونو کسان وژل شوي او ځايي چارواکو بيا وئيلي چې په جګړه کې د ملااخترمنصور ډلې ته کم او د ملا دادالله چې داعش يې ملګرتيا کوي ډلې ته زيات جاني زيان اوختی دی .
د خبري ادارې ترمخه د ملااخترمنصور د ډلې لخوا وئيل شوي چې دويې په ارغنداب کې د ملامنصوردادالله يو مرکز او ډېرې نورې سيمې نيولي دي .
او د دواړو ډلو لخوا يو بل ته د اوختې مرګ ژوبلې شمېره کمه ښکاره کړی شوې ده .
بل لور ته راپورونه وايي چې څو ورځې وړاندې د داعش وسله والو هغه اته ملکي وګړي چې پکې درې زنانه شاملې وې تښتولې وو ، هغه يې تېره ورځ وژلي دي .