لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هیله لري دطالبانو اؤ افغان حکومت خبرې به بیا پیل کړي


د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ خبرې څو میاشتې وړاندې د پاکستان په منځګړتوب اسلام اباد کې پیل شوې وې
د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ خبرې څو میاشتې وړاندې د پاکستان په منځګړتوب اسلام اباد کې پیل شوې وې

پاکستاني چارواکو امریکایي چارواکو ته د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ د ځنډیدلو خبرو اترو یو ځل بیا د پیل کولو هیله څرګنده کړې ده.
د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ خبرې څو میاشتې وړاندې د پاکستان په منځګړتوب اسلام اباد کې پیل شوې وې خو دغه خبرې هغه وخت ختمې شوې چې یو ناڅاپه د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې اعلان وکړی شو اؤ ووئیلی شول چې ملا عمر دوه کاله وړاندې په پاکستان کې مړ شوی دی.
وروستو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور افغان حکومت سره د روانو مذاکراتو د ختمولو د جګړې جاري ساتلو اعلان وکړو.
د شورو په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت له لوري جاري شوې یوه اعلامیه کې وئیل شوي چې د وزیراعظم د بهرنو چارو ځانګړي مرستیال ښاغلي طارق فاطمي په پاکستان کې د امریکا قائمقام سفیر لورل ملر ته وئیلي چې پاکستان د افغان چارواکو په مشرۍ د جوړجاړي د عمل ملاتړ کوي.
هغه وویل پاکستان غواړي افغانستان سره د باور کلکې اړیکې جوړې کړي اؤ دغه هیواد کې سوله اؤ ثبات رامینځته شي.
په عین حال کې امریکایي سفارتخانې هم ددغه لیدنې پخلی کړی اؤ وئیلي یې دي قائمقام سفیر اؤ جنوبي ایشیاء دپاره د امریکایي صدر خصوصي مشاور پیټرلاویی د نهې اؤ شورو په ورځ لوړپوړي پاکستاني چارواکي سره لیدنې ترسره کړي دي.
ددغو لیدنو نور جذئیات نه دي په ډاګه شوي خو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم داسې اشارې ورکړې وې چې هغوئ د طالبانو اؤ افغان حکومت ترمینځ د ځنډیدلو خبرو بیا پیل کولو ته تیار دي.
خو افغان حکومت تر دې مهاله د پاکستاني چارواکو ته تجویز ته په رسمي ډول کوم ځواب نه دی وئیلی.
افغان حکومت تور په پاکستان تور لګوي چې د پردې تر شا د طالبانو مرسته کوي اؤ په افغانستان کې یې ترهګرۍ ته لمسوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې افغانستان کې د سولې پلوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG