لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو جدا شوې ډله وائي منصوردادالله ژوندى دى


 يوه ورځ دمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جيلاني فراحي وئيلي وؤ چې منصور داداله سيمه کې دطالبانو دمشر ملا منصور دادالهې جنګيالو سره نښته کې وژل شوى دى.
يوه ورځ دمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جيلاني فراحي وئيلي وؤ چې منصور داداله سيمه کې دطالبانو دمشر ملا منصور دادالهې جنګيالو سره نښته کې وژل شوى دى.

دطالبانو جدا شوې ډلې دجمعې په ورځ دافغانستان دزابل ولايت په خاک افغان اولسوالۍ کې نښتو کې دملا منصور دادالله دوژنې اطلاعات رد کړي دي.

يوه ورځ دمخه دزابل دپوليسو مرستيال مشر غلام جيلاني فراحي وئيلي وؤ چې منصور دادالله سيمه کې دطالبانو دمشر ملا منصور دادالله جنګيالو سره نښته کې وژل شوى دى.

امريکائي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس زابل کې دطالبانو ديو کمانډر دنوم نۀ څرګندولو په شرط خبر ورکړى ؤ چې ملا منصور دادالله دهغه دمحافظانو څخه يو په ډزو سره وژلى دى.

خو دخبري ادارې پژواک ترمخه دطالبانو دجدا شوې ډلې وياند قاري حمزه سپيناوى کړى دى چې دهغوي مخالفينو نښتو کې ځان ته داوښتې درنې مرګ ژوبلې پټولو په غرض د دادالله دمرګ په اړه پروپيګنډه خوره کړې ده.

قاري حمزه دنومبر په ٨مه نيټه خاک افغان اولسوالۍ کې دڅلورو ښځو اؤ يو ماشوم په ګډون دهزاره ورورولۍ داوؤ کسانو څخه دسرونو پرې کولو پيښه کې دککړتيا څخه هم انکار کړى اؤ تور يې لګولى چې دهغوي مخالفينو ددغو اولسي وګړو وژلو سره هغوي بدناموي.

په دغه پيښه دافغانستان دپلازمينې کابل په ګډون ګڼو سيمو کې دغم اؤ غصې څرګندونه اؤ احتجاجونه شوي دي..

له دې وړاندې سږکال منصوردادالله دملا عمر دمړينې څخه وروستو دطالبانو دنوي مشر ملا اختر منصور دوفادارۍ څخه انکار کړى ؤ، دادالله دپخواني طالب کمانډر ملا دادالله ورور دى، يوه مياشت دطالبانو يو کمانډر ملا رسول دطالبانو دجدا شوې ډلې اعلان کړى اؤ دادالله يې ددې مرستيال مشر نومولى ؤ.

دملا منصور دادالله په اړه وئيل کيږي هغه داعش سره دوفدارۍ اعلان کوونکو کې شامل پاتې شوى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG