لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي ـ۲۰ هېوادونو غونډه کې دپېرس حملوباندې بحث په سر کې متوقع دی


هيله ده چې غونډه کې به د ايجنډې د بنيادي برخو نه علاوه د تُندروه ډلې داعش په ضد د جګړې تُندولو په معامله باندې هم بحث وشي .
هيله ده چې غونډه کې به د ايجنډې د بنيادي برخو نه علاوه د تُندروه ډلې داعش په ضد د جګړې تُندولو په معامله باندې هم بحث وشي .

د امريکې صدر باراک اوباما د اتوار په ورځ د تُرکي انطاليا ښار ته رسېدلی چرته چې د نړۍ د ۲۰ غټو اقصادي ملکونو " جي ـ ۲۰ " غونډه کېږي .

د ۲۰ غټو اقتصادي ملکونو مشران چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې په اقتصاد، توانائۍ او ماحولياتو باندې خبرې کوي او په ايجنډا کې دغه خبرې شامل دي خو هيله څرګنديږي چې په دغه غونډه کې د جمعې په ورځ پېرس کې د ترسره شوؤ ترهګرو بريدونو معامله د ايجنډې په سر کې وي .

هيله ده چې غونډه کې به د ايجنډې د بنيادي برخو نه علاوه د تُندروه ډلې داعش په ضد د جګړې تُندولو په معامله باندې هم بحث وشي .

د جمعې په ورځ د فرانس پلازمينې پېرس په مختلفو ځايونو کې په ډزو او ځانمرګو بريدونو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي او خواؤشاه ۳۵۰ ژوبل شوي وو ،د دغو حملو زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې ده .

د پېرس د حملو نه څو ساعته وړاندې د امريکې د قامي سلامتۍ مشيرې سوزن رايس وئيلي ؤ ، چې د جي ـ ۲۰ غونډه د نړيوالو مشرانو دپاره د شام حالاتو پله د توجه راګرځولو يوه ښه موقع ده ، ولې هغې دا خبرداری هم ورکړی ؤ چې په دغو خبرو کې شايد کوم غټ پرمختګ ونه شي .

غونډه کې د ګډون دپاره د روانېدو نه وړاندې صدر باراک اوباما د خپل قامي سلامتۍ د ټيم سره ليدلي ، او د حالاتو نه يې ځان خبر کړی ؤ .

څيړونکي وايي اوباما ته به د داعش په ضد مهم تيزول وي ، او د جي ـ ۲۰ غونډه به هغه ته دا موقع په لاس ورکړي چې د نورو هغو ملکونو د مشرانو سره په دغې لړ کې خبرې وکړي کوم چې د داعش په ضد جنګېږي .

د فرانس صدر فرانسوا اولاند د جمعې په ورځ په خپل ملک کې د شوؤ ترهګر بريدونو له امله په دغه غونډه کې ګډون ځنډولی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG