د تُرکي لخوا د روس د جنګي الوتکې رانسکورولو وروستو د دواړو ملکونو ترمينځ د لفظونو جګړه روانه ده او د تُرکي صدر رجب طيب اردوان په يو بيان کې وئيلي روس دې " د اُور سره لوبې نه کوي" .
د تُرکي په شمال ختيز ښار بېبرت کې په يوه وينا کې صدر اردوان په روس تور لګولی چې د داعش په ضد د جګړې به بهانه هغه د صدر بشارالاسد مخالفه ډلې او په بشري مرستو او سوداګري هلوځلو کې د بوختو خلکو ټرکونه په نخښه کوي او په دغه ډول " د اُور سره لوبيږي" .
د تُرکي سرکاري خبري ادارې د يو تُرکي امدادي په حواله وئيلي چې روسي الوتکو په شام کې د تُرکي پولې ته نزدې د تُرکي يو امدادي کاروان په هدف کړی چې په نتيجه کې يې اووه کسان مړه او ۱۰ ژوبل شوي دي .
روس د نهې په ورځ د تُرکي لخوا د خپل جهاز رانسکورولو په سختو ټکو کې غندنه کړې وه د کوم نه چې د شام په جنګ کې د مخالفينو ملاتړ کوؤنکو دواړو ملکونو اړيکې ترينګلې شوي او اندېښنه ده چې دغه اړيکې لا پسې نورې خرابې شي .
داسې معلوميږي چې صدر اردوان د جمعې په ورځ خپله وينا کې د روسي صدر پيوټن د هغې وينا ځواب کړی دی په کوم کې چې نوموړ ي د تُرکي په حواله وئيلي ؤ کوم خلک چې د ترهګرو سره مجرمانه کاروبار کوي او هغويې د خپلو سياسي ګټو دپاره کاروي هغويې " د اُور سره لوبې کوي" .
اردوان په روس تور لګولی چې روس د الوتکې غورځېدل کاروي او د تُرکي په ضد ناقابل قبول تورونه لګوي ، او نوموړي د روس دغه تور چې ترکي د داعش نه تېل اخلي د دروغو تور يې ورته وئيلي دي .
اردوان وئيلي تُرکي د ترهګر تنظيم نه نا بلکې د روس نه تېل اخلي .
اردوان وئيلي د ګل په ورځ به پېرس کې د ماحولياتي بدلون په اړه کېدونکې غونډه کې د پيوټن سره مخامخ ووينم .
د جمعې په ورځ د روس خارجه وزير سرګۍ لاروف د دواړو ملکونو ترمينځ د ويزې نه بغېر سفر کولو ځنډېدو سره وئيلي چې د تُرکي حکومت د قابل قبول خبرو حد پار کړی دی .
ولې د تُرکي وزيراعظم احمدداؤد اوغلو د برطانيې يوې ورځپاڼې دې ټائمز کې په يو مضمون کې پسته لهجه کارولې او ليکلي يې دي د خپلو پولو د دفاع دپاره د پورته کړی شوؤ ګامونو ترڅنګ به تُرکي د روس او نورو اتحاديانو سره په ګډه د تاؤتريخوالي ختمولو دپاره کار کوي .
هغه وئيلي د داعش په ضد جنګ تر ټولو لمړۍ ترجيح ده .
له دې وړاندې صدر پيوټن وئيلي ؤ چې تُرکي د روس د الوتکې رانسکورولو په ترڅ کې دويې ته دهوکه کړې ځکه چې روس تُرکي دوست ګڼي، نوموړي دا هم وئيلي ؤ چې امريکې ته د روسي الوتکې لار معلومه وه او په دغې اړه يې تُرکي ته څه نه ؤ وئيلي .
ولې امريکايي چارواکو روئيټرز خبري ادارې ته وئيلي چې روس امريکې ته د خپلو جنګي الوتکو د لارې په اړه څه نه ؤ وئيلي .