د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ ضلع کې نامعلومو وسله والو د پوليو ضلعي کوارډينيټر (منتظم) ډاکټر محمديعقوب په ډزو وژلی دی ، پېښه کې د هغه ډرائيور ژوبل شوی دی .
د صوابۍ ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) جاوېد اقبال وزير مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې ډاکټر يعقوب خپل دفتر باچاخان مېډيکل کمپليکس ته په موټر کې روان ؤ، چې د زېدې بايي پاس په علاقه کې پرې نامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو ډزې کړي دي .
چارواکو و ئيلي د ډزو په نتيجه کې ډاکټر يعقوب په ځايې ژوند د لاسه ورکړی او د هغه ډرائيور سخت ژوبل شوی او باچاخان مېډيکل کمپليکس ته د درملنې دپاره وړل شوی دی .
د دغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو راپورونه وايي پوليس په دې خيال دي چې وسله طالبان به په دغه بريد کې ککړ وي .
پاکستان کې له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا صوبې نه واخله تر کراچۍ پورې وخت په وخت د پوليو په چارواکو، ټيمونو، کارمندانو او د دويې په ساتونکو وژونکې حملې شوي دي .
پاکستان او افغانستان دا وخت د نړۍ هغه يواځيني هېوادونه دي چرته چې د پوليو وائرس اوس هم شتون لري .
پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه روان کال کې تراوسه پورې د پوليو ۴۳ کېسونه مخې ته راغلي دي ، چې پکې تر ټولو زيات کېسونه په خېبرپښتونخوا صوبه کې (۱۶) او قبائيلي علاقو کې ۱۴ رپورټ شوي دي .