لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دنفرت خورونکو موادو په ويش دوؤ کسانو ته دبند سزا


 کومو دوؤ کسانو ته چې سزا اورول شوي دهغوي نومونه محمد رمضان اؤ عامر ښودل شوي اؤ دغو دواړو ته فيصل اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت سزا اورولې ده.
کومو دوؤ کسانو ته چې سزا اورول شوي دهغوي نومونه محمد رمضان اؤ عامر ښودل شوي اؤ دغو دواړو ته فيصل اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت سزا اورولې ده.

دپاکستان پنجاب صوبه کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت د نفرت خورونکو تقريرونو په خرڅولو اؤ ديو کالعدم تنظيم په اړه دتعارفي موادو دتشهير په جرم کې دوؤ کسانو ته شپږ، شپږ کاله دبند اؤ ديو، يو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

کومو دوؤ کسانو ته چې سزا اورول شوي دهغوي نومونه محمد رمضان اؤ عامر ښودل شوي اؤ دغو دواړو ته فيصل اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت سزا اورولې ده.

دعدالت په وړاندې داستغاثې له لوري دليلونو کې وئيل شوي دي چې محمد رمضان اؤ عامر دمذهبي نفرت اؤ پاريدونکو تقريرونو ترڅنگ ديو کالعدم تنظيم سپاه صحابه تعارفي مواد اؤ جهنډې خرڅولې ، کوم چې يو جرم دى.

دپنجاب حکومت يو ډپټي پراسيکيوټر جنرل عليم چهټه وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې ددواړو مجرمانو تعلق دکالعدم تنظيم سپاه صحابه پاکستان سره دى اؤ دپنجاب دترهه گرۍ دمخنيوي دمحکمې ديو چارواکي په خواست دهغوي په ضد مقدمه درج کړى شوې وه.

دهغه په قول سږکال په ٣٠م اکتوبر دپنجاب په چناب نگر سيمه کې ديو مذهبي کانفرنس په موقع محمد رمضان اؤ عامر په يو سټال نفرت خورونکي تقريرونه اؤ دسپاه صحابه دفلسفې په اړه تحقريري مواد اؤ جهنډې خرڅولې.

تيره اوونۍ دلاهور دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت هم يو تن ته دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک دنفرت خورونکو تقريرونو له لارې دفرقه وارانه نفرت خورولو جرم کې د١٣ؤ کلونو دبند سزا اورولې وه.

په دغه مجرم ثقلين حيدر تور ؤ چې هغه دخپل فيس بک په پاڼه نفرت خورونکى پوسټ کړى ؤ.

تيرکال په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو هيواد څخه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دخاتمې يوه قومي تگلاره جوړه کړل شوې وه دکوم لاندې چې ټول پاکستان کې دترهه گرو اؤ دهغوي دخواخوږو په ضد دکارروايۍ ترڅنگ دنفرت خورونکو تقريرونو اؤ نفرت خورولو دموادو دخپرونکو په ضد هم دکارروايۍ فيصله شوې وه.

دتيرو څو مياشتو په مهال ټول پاکستان کې دنفرت خورونکو تقريرونو د نشرولو اؤ خپرولو په تور دسلگونو کسانو په ضد مقدمې درج کړى شوي دي، دې کې زياتره مقدمې پنجاب کې درج کړى شوي اؤ تر دې مهاله دگڼو کسانو په ضد دجرم په ثابتيدو سزاگانې هم اورول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG