لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فرانس: پوليسو د پېرس حملو نه پس درې جوماتونه تړلي


داخله وزير برنارډ کيزنيو وئيلي د فرانس حکومت په لمړي ځل د اسلامي بنياد پرستۍ په شک کې کوم مذهبي عبادت ځايې تړي .

د فرانس داخله وزارت وئيلي د پېرس حملو نه پس د جوړ کړی شوي نوي اېمرجنسي قانون لاندې پوليس درې جوماتونه تړلي او ۲۳۲ کسان يې نيولي دي .

داخله وزارت وئيلي د پېرس حملو نه پس اېمرجنسي قانون منظور کړی شوی او د هغې لاندې جوماتونه تړل شوي او کسان نيول شوي دي .

داخله وزير برنارډ کيزنيو وئيلي د فرانس حکومت په لمړي ځل د اسلامي بنياد پرستۍ په شک کې کوم مذهبي عبادت ځايې تړي .

د کيزنيو پوليسو د شورو په ورځ د پېرس په ختيز کې پروت لګنسورمارن ښار کې په يو جومات چهاپه وهلې نهه کسان يې په کور کې نظربند کړي او ۲۲ ته يې د ملک پرېښودو وئيلي دي .

نوموړي وئيلي دوه نور جوماتونه په د پېرس په شمال جنوب کې واقع ګينيويلرس او جنوب ختيز ښار ليون کې موقعيت لري .

کيزنيو وئيلي د پېرس حملو نه پس چارواکو تراوسه پورې په ملک کې ۲۰۰۰ چهاپې وهلي دي ، چې پکې ۳۳۴ وسلې ترلاسه کړی شوي دي .

د پېرس حملو زمه واري داعش قبوله کړې وه ، په کوم کې چې ۱۳۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو .

XS
SM
MD
LG