دترهه گرۍ، اټوم خوريدنې دمخنيوي اؤ تجارت په اړه د امریکا دايوان د خارجه چارو د ذيلي کميټۍ چئيرمين ټئيډ پو وئيلي دي چې په مينځني ختيز کې زياته فعاله تندروه ډله دولت اسلاميه يا داعش يواځې دمينځني ختيز لپاره گواښ نۀ دى بلکې دا دټولې نړۍ دټولو امن خوښو خلکو لپاره د مذهب دفرق څخه پرته يوه خطره ده.
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو افتخار حسین سره په یوه مرکه کې ټيډ پو وويل چې داعش دهاغه ټولې نړۍ دښمنه ډله ده څوک چې په امن سره داوسيدو خواهش لري نو ځکه پکار ده چې داعش دنړۍ هر ځايې کې وار کوي دامريکا په گډون پرې نړۍ انديښنه ولري.
هغه وويل امريکائي انتظاميه مينځني ختيز ، عراق ته دداعش دياغيتوب دشکست په غرض سيمه ييزو ځواکونو سره دمرستې لپاره دځانگړې کارروايۍ ځواکونه ليږي کوم چې دهغه په فکر يو غوره پلان دى.
هغه وويل هاغو زياتو خلکو اؤ هيوادونو ته چې داعش ته ماتې ورکول غواړي پکار ده چې مينځني ختيز اؤ لويديز کې پخپلو کې لاسونه يو کړي اؤ په ځانله توګه دکار کولو پځايې داعش ته دماتې ورکولو په غرض يو گډ پلان ولري، دهغه وينا وه ورته ځکه په گډه کار کول پکار دي چې داعش اروپا، مينځني ختيز، ختيز اؤ امريکا لپاره گواښ دى.
داعش ته دماتې ورکولو په غرض هغه ځينې وړانديزونه هم پيش کړل چې پکې د طاقت لاره خپلول هم شامل ده خو دهغه په قول دغه يقيناً چې يواځينۍ لاره نۀ ده بلکې هغوي ته به دداعش دپيسو مخه هم نيول وي.
هغه وويل چې داعش دهررقم مجرمانه هلو ځلو له لارې پيسې ترلاسه کوي چې پکې دانسانانو تښتول، نشه اي توکي، بليک مارکيټ کې تيل خرڅول اؤ هره هاغه لاره شامله ده چې هغوي پرې پيسې ترلاسه کولى شي اؤ زياته يې کړه چې هم دغه پيسې نړۍ کې دخلکو دوژلو لپاره کارول کيږي.
دامريکائي کانگريس غړي وويل چې دداعش لخوا دکیدونکې تباهۍ مخنيوي لپاره هغوي ته دسياسي اؤ عسکري هواري ضرورت دى.
هغه وويل چې داعش يوه ترهه گريزه ډله ده اؤ غواړي به چې دخپلو هلو ځلو لمن دمينځني ختيز څخه لويديز پورې وغځوي، هغه دپيرس حملو ته په اشارې کولو سره وويل چې دغه بريدونه ددې خبرې ثبوت دى چې داعش تر هره ممکنه حده دخپلو هلو ځلو لمن غزول غواړي.