لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میا افتخار: پاکستان کې دداعش چټک بهرتي روانه ده


د عوامي نیشنل پارټي مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین
د عوامي نیشنل پارټي مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین

د پاکستان د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین وایي داعش دپاره پاکستان کې د ملاتړ کمی نشته اؤ دغه تندروه ډلې سره که یو شمیر جنګیالي یو ځایې شوي نو یو شمیر ورسره د شاملیدو په حال کې دي.

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره د اتوار په ورځ یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي افتخار حسین وویل'که څوک پاکستان کې د داعش د موجودګۍ نه انکار کوي نو دا به د نمر په ګوته د پټولو مترادف خبره وي '

داعش د پاره پاکستان کې دتندلارو د بهرتي کیدو دغه دعوه میا افتخار حسین په داسې حال کې کړې چې ددغه هیواد پوځ اؤ حکومت پاکستان کې دداعش د وجود نه انکار کوي اؤ وایي دغه تندروه ډلې ته به پاکستان کې دپښو ټینګولو موقعه ورنکړی شي.

هغه وویل په شام اؤ عراق کې د داعش وجود ځکه ولیدل شو چې ددغو هیوادونو دننه بې ثباتي رامینځته شوه اؤ داعش ددغه بې ثباتۍ نه په ګټه پورته کولو شام اؤ عراق کې خپلې پښې مضبوطې کړې.

د نوموړي په وینا'اوس چې د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځ څومره څومره بې باوري سیوا کیږي هم دومره به ورسره دغه دواړه هیوادونه بې ثباته کیږي اؤ داعش به په پرانستي ډول مخې ته راځي'

هغه وویل 'له دې وړاندې ددې سیمې بې ثباتۍ مونږ ته اول طالبان اؤ بیا القاعده وښودله اؤ اوس که چرې ددغو دواړو هیوادونو مشران د خپلو هیوادونو اؤ اولسونو د خوندي سبا دپاره خپلې لانجې ختمې نکړي نو داعش راته په سر ناست دی'

هغه وویل داعش به دومره لویه خطره وي چې څوک یې تصور هم نه شي کولی ځکه چې په دغو تندلارو به بیا د پاکستان اؤ افعانستان کنټرول نه وي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر وویل د ترهګرۍ بهیر زمونږ خاوره کې د پنځوسو زرو کسانو زندګۍ واخستې اؤ پښتنو که خپل دوست، دښمن په وخت ونه پیژندو نو دغه سلسله به نوره هم دوام وکړي .

هغه وویل مونږ چې کوم خپل خواږه خلک د لاسه ورکړل اوس باید د هغوئ د روحونو سره وعده وکړو چې نور به د ترهګرو لاس کې نه لوبیږو اؤ د اسلام تر نامه لاندې به مو څوک په غلطو مفکورو نه بې لارې کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG