لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:د بدامنۍ پېښو کې دملېشې عسکر او(ر)پوځې مېجروژل شوی،۵ ټپي


کوئټه، کراچۍ او پېښور کې د بدامنۍ پېښې نن د خالي په ورځ رامنځته شوي دي .
کوئټه، کراچۍ او پېښور کې د بدامنۍ پېښې نن د خالي په ورځ رامنځته شوي دي .

د پاکستان په درې غټو ښارونو کوئټه، پېښور او کراچۍ کې نن د خالي په ورځ د بمي چاؤدنې او ډزو په نتيجه کې د ملېشې يو عسکر او د پوځ يو ريټائرډ (ر) مېجر وژل شوي او د يو پوليس افسر په ګډون پينځه نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه د بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې بريوري روډ باندې د ملېشې د چيک پوسټ سره يوه بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې د ملېشې يو عسکر وژل شوی او د يو ماشوم په ګډون څلور نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا بمي چاؤدنه کې د ملېشې څلور عسکر ژوبل شوي وو چې پکې يو وروستو ژوند د لاسه ورکړی دی .

بل لور ته د سندهـ صوبې سر ښار کراچۍ په ډيفنس سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې د پوځ يو ريټائرډ مېجر وژل شوی دی .

د ډيفنس پوليس تهاڼي يو چارواکي سب انسپکټر تاج وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی چې ۶۳ کلن مېجر (ر) احسان رضا نن سحر نامعلومو موټرسائيکل سورو وسله والو د ډيفنس فېز ون په سيمه کې د هغه د کور سره نزدې په نښه کړی دی .

د ښار د پوليس مشر مشتاق احمد مهر وئيلي دويې د پېښې د علت معلوموي چې دا هدفي وژنه ده يا د فرقه واريت په بنياد رامنځته شوې پېښه ده .

بل لور ته راپورونه وايي د ښار په سپرهايي وی باندې مچهر کالونۍ سيمه کې د پوليس او وسله والو ترمينځ مقابله شوې چې پکې پوليس د دوه مبينه ترهګرو د وژنې ادعا کړې ده .

د خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې د پوليس ډي اېس پي جاندادخان باندې نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې پوليس افسر ژوبل شوی دی .

د چارواکو په وينا د پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګه کې کارکوؤنکي پوليس افسر باندې په قاضي کلي کې حمله شوې ده ، او ژوبل پوليس افسر د ښار ليډي ريډنګ روغتون نه وړل شوی او د روغتون چارواکو وئيلي د پوليس افسر روغتيايي حالت د خطرې نه بهر دی .

د ځايي مطبوعاتي راپورونو ترمخه کوئټه ، کراچۍ او پېښور کې د رامنځته شوؤ پېښو زمه واري کالعدم ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان قبوله کړې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG